ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فرشته انوري له وسلوال بريده روغه ووته

فرشته انوري له وسلوال بريده روغه ووته

author avatar
28 Jan 2013 - 08:33
فرشته انوري له وسلوال بريده روغه ووته
author avatar
28 Jan 2013 - 08:33

جلال اباد (پژواک ٩ سلواغه ٩١): په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې فرشته انوري له يوه وسلوال بريده روغه وتلې، خو يو ساتونکى يې سخت ټپي شوى دى.

د کابل-جلال اباد د لويې لارې د لغمان اړوند سيمې د پوليسو یوه افسر چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله  د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېر ماخوستن مهال په تنګي سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو د فرشتې انوري پر موټرو ډزې کړې، دا ترې روغه وتلې، خو يو ساتونکى يې ټپي شوى دى.

فرشتې انوري پژواک اژانس ته وويل، چې د دې د ساتونکو او وسلوالو ترمنڅ نيم ساعت جګړه هم وشوه او وروسته يې پوليس مرستې ته ور ورسېدل.

نوموړې زياته کړه، چې دا له بريده روغه وتلې، خو يو ساتونکى يې ټپي شوى او موټر ته يې هم زيان رسېدلى دى.

د يادونې ده، له دې مخکې په يوه بل وسلوال بريد کې د هغې خاوند خپل ژوند له لاسه ورکړى و.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.