اسعداباد (پژواک ٩سلواغه٩١): د کونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پرمهال اووه تنه وسلوال نيول شوي دي.
د کونړ ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند شېرولي د سلواغې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د کونړ د نرنګ ولسوالۍ د باډيل په سيمه کې ګډو ځواکونو چاڼيز عمليات ترسره کړل.
دده په خبره، په دغو عملياتو کې د وسلوالو مخالفينو د دوو قوماندانانو هريو فرهاد او وکيل په ګډون اووه تنه نيول شوي دي.
نوموړى وايي، په دغو عملياتو کې ګډو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى او دغه عمليات نن له غرمې وروسته پاى ته ورسېدل.
خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل ،چې په دغو عملياتو کې يې درې بهرني او دووه افغان سرتيري وژلي دي.
نوموړى وايي، چې ددوى ملګرو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن