اسعد اباد ( پژواک ١٠سلواغه ٩١ ) : د کونړ ولايت د چپې درې ولسوالۍ د دوو تښتول شويو قومي مشرانو مړي ، نن د دې ولايت په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې وموندل شول.
دا څرګندونې د ماڼوګي ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي حيا ګل نن پژواک خبري اژانس ته وکړې .
د هغه د معلوماتو له مخې ، د چپې درې د سيدور د کلي اوسېدونکى حاجي علي رحمن او د مشوړې د کلي اوسېدونکى حاجي مير احمد، درې ورځې مخکې د ولايت مرکز اسعد اباد ته روان و، چې د ماڼوګۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ناپېژانده وسلوالو وتښتول.
دى وايي، چې د يادو کسانو مړي نن له غرمې وروسته د ماڼوګۍ ولسوالۍ د وډيګرام د درګو په يوه غرنيزه سيمه کې موندل شوي دي .
حياګل وايي: (( د معلوماتو ترمخه ، له وژل شويو قومي مشرانو څخه سترګې وېستل شوي ، په چړو وهل شوي او په ډزو هم ويشتل شوي دي.))
د دې کسانو د وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن