ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کاپيسا د دويمې حصې ولسوال ووژل شو

د کاپيسا د دويمې حصې ولسوال ووژل شو

author avatar
29 Jan 2013 - 09:01
د کاپيسا د دويمې حصې ولسوال ووژل شو
author avatar
29 Jan 2013 - 09:01

محمودراقي (پژواک ١٠ سلواغه ٩١): د کاپيسا ولايت د دويمې حصې ولسوال سيد مشتاق سادات نن سهار په خپل کلي جمال اغه کې ووژل شو.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل، سادات نن سهار وخته د اوداسه لپاره له کور څخه خپل باغ ته وتلى و، چې ناپېژانده وسلوالو پرې د تومانچې ډزې کړې او وژلى يې دى.

د ده په وينا، د دې وژنې لامل تر اوسه نه دى څرګند، خو ځايي امنيتي چارواکو ويلي، چې سادات له کوم چا سره حقوقي دعوه هم لرله.

قادري وايي، چې د سيد مشتاق سادات د وژنې په تړاو د جمال اغې کلي پنځه تنه نيول شوي او پلټنې ترې روانې دي.

د کاپيسا د دويمې حصې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالحميد وايي، چې سادات د سر په برخه کې ټپونه اخيستي او زندۍ شوى هم دى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سادات مړى دا مهال (له غرمې مخکې ٨:٣٠ بجې) د کاپيسا د مرکز اړوند په ده بابا علي روغتون کى دى، خو په پام کې ده چې د پلټنو لپاره عدلي طب ته واستول شوي.

د مشتاق د وژنې مسووليت وسلوالو طالبانو پر غاړه اخستى دى .

سيد مشتاق سادات شاوخوا يو کال د همدغه ولايت د کوهبند د ولسوال په توګه دنده تر سره کړې او له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د دويمې حصې د ولسوال په توګه پر دنده ګومارل شوى و.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.