ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په حصارک کې دوه وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
29 Jan 2013 - 10:39
author avatar
29 Jan 2013 - 10:39

جلال اباد (پژواک ١٠ سلواغه ٩١): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اته بجې د حصارک ولسوالۍ د ليوني قبر په سيمه کې وسلوالو طالبانو پر دوو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى، خو په ځوابي بريد کې دوه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي، خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه درلودل.

مشرقيوال وايي، د وژل شوو طالبانو مړي هم په سيمه کې پاتې وو، چې بيا وروسته مخالفينو ولېږدول.

د نوموړي په وينا، تر دغه بريد وروسته پوليسو په چاڼيزو عملياتو کې د وسلوالو طالبانو دوه پـټنځايونه له منځه وړي دي.

د حاجي ګل نبي په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي د جګړې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې يو ماشوم هم برسېړن ټپي شوى دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.