ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د دارالتاديب ودانۍ جوړه شوه

په هلمند کې د دارالتاديب ودانۍ جوړه شوه

author avatar
29 Jan 2013 - 12:58
په هلمند کې د دارالتاديب ودانۍ جوړه شوه
author avatar
29 Jan 2013 - 12:58

لښکرګاه (پژواک،١٠ سلواغه ٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يوه دولتي ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او د بلې ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

په همدې اړه لښکرګاه کې نن (د سلواغې په ١٠ مه) په جوړو شوو مراسمو کې د عدليې وزير حبيب الله غالب خبريالانو ته وويل، هڅه يې دا ده، چې له اړونده چارواکو سره د عدالت په رامنځ ته کولو خبرې وکړي او پر وړاندې پرتې ستونزې يې هوارې کړي.

د هغه په وينا، کله چې د اداراتو لپاره کافي امکانات موجود وي، بيا کولى شي په سمه توګه خپل کارونه پرمخ بوځي او په  دې ډول د خلکو ستونزې هم هوارېدلى شي.

نوموړي زياته کړه، چې هلمند ته يې له سفر څخه موخه دا وه، چې د عدالت له ټيګښت څخه  ارزونه وکړي او تر څنګ يې د برېتانيې هيواد په مرسته، په جرم د اخته شوو ماشومانو د ساتنې لپاره د جوړې شوې ودانۍ سپارل او د عدليې رياست ودانۍ د بنسټ ډبره اېښودل وو.

د هلمندوالي محمد نعيم د عدليې له وزير سره ژمنه وکړه، چې د عدالت د رامنځ ته کولو او د قانون د تطبيق لپاره به په کارونو کې ښه والى راولي او تر ډېره يې دا کار کړى دى.

د هغه په وينا، له دې امله چې په اداري کارونوکې ښه والى راغلى دى، امنيت  ورسره ښه شوى دى او هڅه يې دا ده، چې په ټولو ولسواليوکې اړونده ادارې فعاله او د خلکو لپاره په خپلو سيمو کې خدمتونه وړاندې کړي.

په دغو مراسمو کې د هلمند د عدليې رييس حاجي محمدطيب اتل پژواک اژانس ته وويل، چې د دواړو ودانيو لګښت د برتانيې هېواد له خوا دى.

د ده په خبره، هغه ودانۍ، چې د دارالتاديب لپاره  په درې بلاکونو کې جوړه شوې ده،  ٩١٧ زره  امريکايى ډالره لګښت پرې راغلى دى.

نوموړي زياته کړه، چې دغه ودانۍ ٦٥ خونې لري، چې ٤٤ يې د نارينه ماشومانو او تنکيو ځوانانو، اته د نجونو لپاره، پنځه تدريسي او اته اداري خونې دي، چې د تېر يو کال په موده کې جوړه شوې ده.

د عدليې رييس په خبره، دا مهال په ياده ودانۍ کې ٤٥ تنه ساتل کيږي، چې پنځه په کې ښځينه  دي او د پوهنې رياست تر څنګ د حج او اوقافو رياست له خوا يې د ښوونې او روزنې په برخه کې ورسره مرسته کيږي.

نوموړى همدارنګه وايي، چې دغه راز د عدليې رياست لپاره  يې هم د بنسټ ډبره کېښوده، چې ١٥ اداري خونې، يو هال او ټول اړين ملحقات لري او په پنځه سوه پنځوس زره ډالر د برېتانيا له خوا جوړيږي، چې چارې به يې په اووه مياشتو کې بشپړې شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.