اسلام اباد (پژواک ١١ سلواغه ٩١): د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي تېره شپه په اسلام اباد کې له خپل پاکستاني سيال سيد نويد قمر سره وليدل.
د پاکستان د دولتي خبري اژانس (اى پي پي) د راپور له مخې، د دفاع وزير سيد نويد قمر د دې ليدنې پر مهال په ډاګه کړه چې هېواد يې په افغانستان او سيمه کې امنيت غواړي.
هغه زياته کړه، چې پاکستان هم د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې بوخت دى، خو په افغانستان کې هم د ثبات او امنيت غوښتونکى دى.
د نوموړي په وينا، پاکستان له افغانستان سره خپلو اړيکو ته اهميت ورکوي او په بېلابېلو برخو کې به له يوه بل سره په ګډه کار کوي.
د پاکستان د دفاع وزير ويلي، چې دوى د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ليدنې پر مهال د افغانستان د دفاع وزير جنرال بسم الله خان محمدي د پاکستان له لوري د ترهګرۍ ضد په مبارزه کې د پاکستان د رول ستاينه وکړه.
د هغه په وينا، با ثبات افغانستان د سيمې او پاکستان دواړو لپاره ګټور دى.
د يادونې ده، چې وړاندې له دې د دې ليدنې ترڅنګ د افغانستان د دفاع وزارت پلاوي د پاکستان له لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو سره ليدلي دي.
Visits: 18
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن