غزني ښار(پژواک ۱۲ سلواغه ۹۱) :د غزني امنيتي چارواکي وايي، چې د اندړو ولسوالۍ لپاره د وسلوالوطالبانو نومول شوی ولسوال تېره شپه په يوه نښته کې وژل شوى دى.
د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد د سلواغې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه پوليسو د اندړو ولسوالۍ د علي کلا په سيمه کې عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه ، په دې عملياتو کې ملا ادم خان، چې په ملا جان مشهور و او د اندړو ولسوالۍ لپاره د طالبانو لخوا ولسوال ټاکل شوى و ، ووژل شو.
امنيه قوماندان وايي، چې د ملا ادم خان جسد د غزني ولايتي روغتون ته راوړل شوى او اوس مهال په روغتون کې دى.
د نوموړي په وينا، ملا ادم خان په زياتو بريدونو او چاودنو کې لاس درلود او وروستۍ پېښه يې پنځه ورځې وړاندې په غزني ښار کې چاودنه وه، چې له امله يې يو پوليس او درې عام وګړي ووژل شول او ١٢ نور ټپيان شول.
خو طالبانو دغه ادعا رد کړې ده. طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې ملا ادم خان په اندړو ولسوالۍ کې د يوه جومات امام و .
هغه زياته کړه ، چې پوليسو او بهرنيانو تېره شپه د هغه پر کور چاپه وهلې او له کور څخه يې قيمتي وسايل هم ترې وړي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن