کابل (پژواک ١٢سلواغه ٩١): د افغانستان د مالیې وزارت شل تنه کارکوونکي به د ملګرو ملتونو د روزنې او څیړنې انستیتیوت له پوهنتونونو څخه د اقتصاد او سوداګرۍ په برخو کې ماسټري تر لاسه کړي.
د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال تیره ورځ په دې اړه د ملګرو ملتونو د روزنې او څیړنې له انستیتیوت (يونيتار) سره د سویس په پلازمینه جینوا کې هوکړه ليک لاسليک کړ.
دى وايي، چې د دې هوکړه ليک له مخې، به د مالیې وزارت او یونیتار په ګډه د دې وزارت کارکوونکو ته د ماسټرۍ د تر لاسه کولو لارې چارې برابرې کړي.
هغه وويل، چې ددې پروګرام لګښت د ماليې وزارت ورکوي او ياد شوي شل تنه به په جينوا او جاپان کې د يونيتار اړوند پوهنتونونو کې زده کړې وکړي.
دى وايي، چې ياد شوي شل تنه به دغه زده کړې د نهو مياشتو لپاره په يادو پوهنتونونو او د درېيو مياشتو لپاره په آنلاين ( پرليکه ) ډول تر سره کړي.
سرچينې زياته کړه چې تېره ورځ د دې وزارت له هغو ٤٠٠ تنو کارکوونکيو څخه ، چې د لسانس په کچه د اقتصاد په برخه کې زده کړې لري، ازموينه واخيستل شوه .
دى وايي ، د ماسټرۍ د زده کړو لپاره به هغه شل تنه د دې ازموينې له ګډونوالو څخه غوره شي، چې تر نورو لوړې نومرې ولري.
توحيدي د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل ، چې دغه شل تنه به په نږدې ورځو کې يادې زده کړې پيل کړي او په راتلونکي کې به هم دغه پروګرام دوام ولري.
د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د ماليې وزير د ياد شوي هوکړه ليک د لاسليک پر مهال ويلي، چې یونیتار د پراختیا او عامه مالي چارو په روزنه کې ډیره تجربه او ځانګړی شهرت لري.
هغه ويلي: ” زموږ پر کارکوونکو باندې ددې پانګونې له لارې کېداى شي ، چې د افغانستان عامه مالي چارې په لوړ معیار او پوره شفافیت اداره شي.”
توحیدی وایي، چې د يونيتار په مرسته په تېرو درېيو کلونو کې د ماليې وزارت ٨٠٠ کارکوونکيو ته په ماليزيا ، جاپان هند او افغانستان کې اړينې لنډمهاله زده کړې ورکړل شوې دي .
Visits: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن