ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې لس وسلوال مخالفين وژل شوي

په هلمند کې لس وسلوال مخالفين وژل شوي

author avatar
31 Jan 2013 - 11:14
په هلمند کې لس وسلوال مخالفين وژل شوي
author avatar
31 Jan 2013 - 11:14

لښکرګاه  ( پژواک،١٢سلواغه ٩١) : د هلمند ولايت په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د دوو ماين خښوونکو  په ګډون لس  وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

د هلمند د والي وياند احمد ځيرک د سلواغې په ١٢ مه  پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې تېره ورځ  پوليسو دګرشک ولسوالۍ د نهرسراج  په سيمه کې چاڼيز عمليات تر سره کړي دي.

هغه زياته کړه، ددې عملياتو ، چې په سره ښاخ او دوه نورو کليو کې ترسره  شوي، اته تنه ددولت وسلوال مخالفين وژل شوي اودرې نور ټپيان  دي.

ځيرک وويل ، چې د عملياتو په  لړکې يو پوليس هم  ټپي شوى  او دغه راز دوه ميله وسلې، يوه  پايه مخابره، سلګونه فيره مرمۍ، يو عراده سراچه موټر او څلور عرادې موټرسايکلونه هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.

دغه راز  په همدې سيمه کې د پوليسو دلومړي کنډک قوماندان سمونوال عبدالستار نورزى  وايي، چې تېره شپه  هم دوه تنه ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

نورزى وايي ، يادو کسانو غوښتل، چې د سرکار له ويالې سره دهلمند – کندهار دلويې لارې پرسر ماين ځاى پرځاى کړي، چې پخپله پرې وچاودېد  او دواړه ووژل شول.

بلخوا د وسلوالو طالبانو وياند قاري يو سف احمدي وايې ، چې ديوه بريد په ترڅ کې يې دوه د ملي اردو سرتيري په ګرشک او يو پوليس په سنګين کې وژلي دي.

 

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.