ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي او کمیرون د لندن ددرې اړخیزې غونډې په اړه خبرې وکړې

کرزي او کمیرون د لندن ددرې اړخیزې غونډې په اړه خبرې وکړې

author avatar
31 Jan 2013 - 07:17
کرزي او کمیرون د لندن ددرې اړخیزې غونډې په اړه خبرې وکړې
author avatar
31 Jan 2013 - 07:17

 کابل (پژواک ۱۲ سلواغه ۹۱ ) : دبریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کمیرون ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په لندن کې د کیدونکي درې اړخیزې غونډې په اړه ورته معلومات ورکړل.

ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې یکشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او انګلستان سرمشریزه غونډه په لندن کې جوړه شي، چې پکې د سولې دپروسې او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وشي.

له ارګ څخه دسلواغې په ۱۲مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی دي چې دبریتانیا لومړي وزیر ډیویډ کمیرون پرون ناوخته ولسمشر حامد کرزي ته ټیلیون وکړ او یادې غونډې د اماده ګیو په اړه یې ورته معلومات ورکړل.

سرچینې زیاته کړې چې ددې اړیکې پر مهال کمیرون هیله څرګنده کړه، چې راتلونکې غونډه په بریالیتوب سره ترسره شي او ښې پایلې ولري.

ولسمشر حامد کرزي ددې غونډې په کوربه توب له بریتانیا مننه وکړه، او هیله یې څرګنده کړه، چې دا غونډه، دافغانستان دسولې د پروسې د پرمختګ لپاره ګټور ثابت شي.

دیادونې وړ ده چې د بریتانیا، افغانستان او پاکستان ترمنځ لومړۍ سرمشریزه غونډه لومړی په کابل، دویمه یې په نیویارک کې جوړه شوې وه.

له دې غونډو څخه موخه دپاکستان او افغانستان ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د همکارۍ زیاتول او دسولې پروسې ته سرعت ورکول دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.