ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې اووه وسلوال طالبان وژل شوي دي

هلمند کې اووه وسلوال طالبان وژل شوي دي

author avatar
1 Feb 2013 - 10:32
هلمند کې اووه وسلوال طالبان وژل شوي دي
author avatar
1 Feb 2013 - 10:32

لښکرګاه (پژواک ١٣ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند د مارجې او نادعلي ولسواليو په مربوطاتو کې د عملياتو پر مهال اووه وسلوال وژل شوي او يو ژوندى نيول شوى دى.

د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عمرجان حقمل د سلواغې په ١٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د نادعلي او مارجې ولسواليو په ګډه دښتي سيمه کې د افغان ځواکونو له لوري ګډ عمليات پيل شول.

د هغه په وينا، دغه عمليات، چې پرون سهار پيل شوي وو او مازيګر پاى ته ورسيدل، په ترڅ کې يې اووه وسلوال د نښتې پر مهال ووژل شول او يو ژوندى ونيول شو.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز په سيمه کې د ماين جوړونې يوه فابريکه هم د افغان ځواکونو له لوري وېجاړه شوه، شپږ ماينونه، شپږ ميله وسله او يو شمېر نور مهمات هم د سرتېرو لاس ته ورغلل.

د مارجې ولسوال محمد فهيم موسى زي هم پژواک اژانس ته په دغو عملياتو کې د يادې مرګ ژوبلې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې د طالبانو يو ډاډسن موټر هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلى دى.

د ده په خبره، د عملياتو پر مهال د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله درې د ملي اردو سرتېري او يو پوليس هم ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه عمليات يې د سيمې خلکو په غوښتنه ترسره کړي وو، څو د خلکو کلي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکې شي.

وسلوالو طالبانو د دغو عملياتو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي، خو د دوى يو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي دي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.