ژبه

د تورخم دروازه د ټولو افغان مسافرو پر مخ پرانيستل شوه

محبوب شاه محبوب

۱۴ سلواغه ۱۳۹۱ - ۱۲:۲۷

Views: ۸۶

جلال اباد (پژواک۱۴ سلواغه ۹۱): پاکستاني ځواکونو د تورخم دروازه، چې څو ورځې مخکې يې د بې اسنادو افغانانو پر مخ تړلې وه، بېرته خلاصه کړې ده.

په تورخم کې د سرحدي زون د لومړۍ لوا د کميسارۍ مرستيال سمونيار نثاراحمد د سلواغې په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پرون راهيسې د تورخم پر دروازه هر څوک، که قانوني اسناد ولري او که يې ونه لري، په ازاد ډول تګ راتګ کولی شي.

هغه زياته کړه: ((ټوله ستونزه د خبرو اترو له لارې هواره شوې او انشاءالله په راتلونکي کې به دا ډول ستونزه نه رامنځته کېږي.))

د پاکستاني پوله ساتونکو يوه چارواکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل، له مرکزه ورته امر شوی، چې مسافرو ته دې پر دروازه د تګ راتګ اجازه ورکړي.

خو سرچينه زياتوي، چې د دروازې د بشپړې خلاصېدو اجازه لا تر اوسه نه ده ورته شوې.

په تورخم کې يو هټۍ‎ وال رحمان ګل وايي، چې له پرون راهيسې مسافرين کولی شي ، چې په ازاده توګه د تورخم پر دروازه تګ راتګ وکړي.

دی زياتوي، کله ناکله دروازه د څو دقيقو لپاره بنديږي، خو ډېر ژر بېرته پرانيستل شي.

د تورخم دروازې د تړلو او خلاصولو موضوع وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې پوليسو په کابل کې يو شمېر پاکستاني مزدوران ووهل او د هغوى پاسپورټونه يې وشلول.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې پاکستاني ځواکونو څو څو وارې دغه دروازه وتړله او تر خبرو اترو وروسته يې بيا پرانيستله.