جلال اباد (پژواک ١٤ سلواغه ٩١): د ننګرهار د خوګياڼو ولسوال نن سهار له يوې چاودنې روغ وتلى، خو دريو ساتونکو ته يې مرګ ژوبله واوښته.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د بـټي کوټ ولسوالۍ د ډاګي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د خوګياڼو ولسوالۍ ولسوال حاجي سيدالرحمن مومند د بټي کوټ د ډاګي کلي اوسېدونکى دى او نن سهار دندې پر لاره و، چې پر کرولا موټر يې چاودنه وشوه.
د مشرقيوال په وينا، ولسوال له دې چاودنې روغ وتلى، خو يو ساتونکى يې وژل شوى او دوه نور يې سخت ټپي او د ننګرهار ملکي روغتون ته وړل شوي دي.
د بـټي کوټ ولسوال ميرزامحمد نصرت هم ياده چاودنه تاييد کړه او پژواک اژانس ته يې وويل، چې د خوګياڼو ولسوال له چاودنې روغ وتلى، خو څو ساتونکي يې ټپي شوي دي.
د خوګياڼو ولسوال حاجي سيد رحمن هم پژواک اژانس ته چاودنه تاييد کړه، خو زياته يې کړه چې ده ته پکې کوم زيان نه دى اوښتى.
نوموړي د خپل يوه ساتونکي وژنه او ددوو ټپي کېدل تاييد کړل.
لعل ګل په نوم د ډاګي کلي يو اوسېدونکى بيا وايي، چې په دې چاودنه کې د ولسوال يو اتونکى وژل شوى او دوه ټپيان دي.
د هغه په وينا، چې چاودنې د ولسوال موټر ته هم ډېر زيان اړولى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، د بټي کوټ ولسوالۍ امنيت خراب شوى او هره ورځ ترې د ناامنۍ راپورونه ورکول کېږي.
تېره اونۍ د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ د پوهنې د نظارت سرپرست امر مفتي پاينده محمد هم د بـټي کوټ ولسوالۍ د عمبرخانې په سيمه کې په يوه وسلوال بريد کې ووژل شو.
Visits: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن