ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ځانمرګى په ټپي حالت کې ونيول شو

يو ځانمرګى په ټپي حالت کې ونيول شو

author avatar
2 Feb 2013 - 13:23
يو ځانمرګى په ټپي حالت کې ونيول شو
author avatar
2 Feb 2013 - 13:23

کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، په کندهار ولايت کې يو ځانمرګى بريدګر تر چاودنې وروسته په ټپي حالت کې د پوليسو له خوا نيول شوى دى.

د کورنيو چارو وزارت له خوا د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه پرون تر غرمې وروسته د ژېړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، يوه ځانمرګي بريدګر، چې پر خپل بايسکل يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کړي وو، غوښتل پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي، چې موخې ته له رسېدو مخکې چاودېدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په چاودنه کې بريدګر ټپي او د پوليسو له خوا نيول شوى او تر پوښتنو لاندې دى.

د کورنيو چارو وزارت  دا هم ويلي،  چې پرون مازديګر د زابل د مرکز کلات ښار اړوند سيمه کې درې ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.