ژبه

په ترکيه کې د بن لادن زوم نيول شوى

پاينده حکمت

۱۴ سلواغه ۱۳۹۱ - ۰۹:۱۴

Views: ۶۸

کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩١): د ترکيې پوليسو په انقره ښار کې د اسامه بن لادن زوم د ترهګرۍ په تور نيولى دى.

ترکي رسنيو پرون خبر ورکړ، چې د اسامه بن لادن نيول شوى زوم سليمان نومېږي او په جعلي پاسپورټ له سعودي عربستان څخه دغه هېواد ته ورغلى و.

د حريت په نوم يوې ترکي رسنۍ ويلي، چې د امريکا استخباراتو په انقره کې د سليمان د شتون په اړه له ترکي پوليسو سره معلومات شريک کړي وو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، پوليسو تېره ورځ د انقرې ښار د کنکايا په سيمه کې پر يوه هوټل عمليات ترسره کړل او سليمان يې ونيوه.

د ترکيې پوليسو ادعا کړې، چې  سليمان په انقره کې د ترهګريزو بريدونو پلان جوړ کړى و او اوس د دوى تر پوښتنو لاندې دى.

د القاعدې مشر اسامه بن لادن شاوخوا دوه کاله مخکې د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د ځانګړو امريکايي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو.