ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوې

په خوست کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوې

author avatar
2 Feb 2013 - 14:36
په خوست کې د ګوزڼ درې مثبتې پېښې ثبت شوې
author avatar
2 Feb 2013 - 14:36

خوست ښار (پژواک ١٤ سلواغه ٩١): د خوست د عامې روغتيا رياست وايي، چې په دغه ولايت کې د ګوزڼ (پوليو) درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه منګل د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښې د اسمعيل خېلو ولسوالۍ د ورزې کلي او د قلندر ولسوالۍ په غرنۍ سيمه کې ثبت شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې يادو ماشومانو ته پر وخت واکسين هم شوى و، خو نه پوهېږي چې لامل به يې څه وي.

د هغه په خبره، دا په تېرو لسو کلونو کې لومړی ځل دی چې په خوست کې د پوليو درې مثبتې پېښې څرګنديږي.

د خوست د عامې روغتيا رييس وايي، په دغه ولايت کې هېڅ داسې سيمه نشته چې هلته دې د واکسين کمپاين نه وي پلى شوى.

په خوست کې د روغتيا د نړيوال سازمان (WHO) مسوول ډاکټر داود شاه وايي، په خوست کې د پوليو د پېښو رامنځته کېدلولامل د دغه ولايت د پاکستان له شمالي وزيرستان سره د اوږدې پولې شتون دی.

ده زياته کړه، په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې د پوليو ۲۳ پېښې رامنځته شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال په هېواد کې د پوليو ٣١ پېښې ثبت شوې دي او تېر کال دا شمېره ٨٠ وه.

سرچينه زياتوي، چې ډېرى پېښې د هېواد په ختيځ او سوېلي ولايتونو کې له دې امله رامنځته کېږي، چې له پاکستان څخه راغلي کډوال دا ناروغي له ځان سره راوړي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، چې پاکستان، افغانستان او نايجيريا هغه هېوادونه دي چې تر اوسه له پوليو خوندي نه دي اعلان شوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.