ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خانشين کې د ماين چاودنې پنځه عام وکړي ووژل

خانشين کې د ماين چاودنې پنځه عام وکړي ووژل

author avatar
3 Feb 2013 - 10:07
خانشين کې د ماين چاودنې پنځه عام وکړي ووژل
author avatar
3 Feb 2013 - 10:07

لښکرګاه (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): د هلمند په خانشين ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د يوې کورنۍ د څلورو غړو په ګډون پنځه عام وګړي وژلي دي.

د خانشين ولسوال شاه محمود مير د سلواغې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون ناوخته د دې ولسوالۍ د خيراباد په سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي په موټر کې خانشين ته پر لاره و، چې په ياده سيمه کې يې پر موټر چاودنه وشوه.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ښځه او خاوند، دوه لوڼي يې او يو موټر چلوونکى وژل شوي دي.

ولسوال د دې چاودنې پړه د هېواد د سولې او امنيت پر دښمنانو واچوله او زياته يې کړه، چې پوليسو يې په اړه پلـټنې پيل کړې دي.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د هلمند امنيه قومانداني وايي، هغه دوه وسلوال طالبان يې نيولي چې څه موده مخکې يې په لښکرګاه کې يو پوليس وژلى و.

د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر زياتوي، چې دغه کسان تېره ورځ په موسى کلا ولسوالۍ کې نيول شوي او اوس لښکرګاه ته لېږدول شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.