ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دولت ١٥ وسلوال مخالفين وژل شوي

د دولت ١٥ وسلوال مخالفين وژل شوي

هرات (پژواک ۱۵ سلواغه ۹۱): ملي اردو د (نويد) په نوم عملياتو له پای ته رسېدو سره په فراه او هرات ولايتونو کې د ۱۵ وسلوالو مخالفينو د وژلو او ۷ نورو د ژوندي نيولو ادعا کړې ده.

په لوېدېځه حوزه کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ډګروال نجيب الله نجيبي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات درې ورځې وړاندې د هرات په شينډنډ او د فراه په بکوا ولسوالۍ کې پيل شوي وو، چې اوس پای ته ورسېدل.

هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په پايله کې اوه وسلوال مخالفين په شينډنډ او اته نور د فراه په بکواه ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

ډګروال نجيبي وويل، چې د دغو عملياتو په بهير کې يې اوه نور وسلوال مخالفين ژوندي نيولي او همدارنګه لس ميله کلاشينکوفونه او يوه اندازه نور چاودېدونکي توکي هم د ملي اردو لاس ته ورغلي دي.

د هرات د ولايتي شورا غړي تورمحمد ظريفي وويل، چې دغه عمليات د شينډنډ په اوکل سيمه کې پيل شوي وو او په ترڅ کې يې ځينې طالبان وژل شوي او يو شمېر نور بيا ملي اردو له ځان سره وړي دي.

نوموړی چې خپله هم د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، زياتوي، چې د ملي اردو ځواکونو د استوګنې څو کورونه هم د وسلوالو مخالفينو د نيولو له امله تلاشي کړي، خو خلکو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.

نوموړي زياته کړه، چې د ملي اردو دوه سرتېري هم د سړک غاړې ماين چاودنې له امله ټپيان شوي دي.

ډګروال نجيبي هم د دغو دوو سرتېرو د ټپي کېدو پخلی کړی دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ويلو ده، چې د نويد عملياتو په لومړۍ ورځ (د سلواغې ۱۳مه) هم د ملي اردو ځواکونو د هرات ولايت په شينډنډ او رباط سنګي ولسواليو کې د اوو وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړی و، خو طالبانو بيا ادعا کوله، چې په ځوابي بريد کې يې د ملي اردو پنځه سرتېري وژلي او د هغوی دوه ټانکونه يې هم له منځه وړي دي.

Visits: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.