ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لار به تر سه شنبې تړلې وي

د سالنګ لار به تر سه شنبې تړلې وي

author avatar
3 Feb 2013 - 15:18
د سالنګ لار به تر سه شنبې تړلې وي
author avatar
3 Feb 2013 - 15:18

چاريکار (پژواک ١٥ سلواغه ٩١): په سالنګونو کې د وروستيو واورو ښويېدونو له امله د دې امکان نشته، چې د سالنګ لويه لاره تر سه شنبې د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

دا څرګندونې د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال عبدالرجب نن پژواک خبري اژانس ته وکړې.

د سالنګونو لويه لار، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېريږي ، د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي، د واورو او توپان له امله تېره جمعه د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.

له همدې امله ګڼ شمېر موټر د سالنګونو دواړو خواوو (د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو او د بغلان د خنجان ولسوالۍ په ملخانو) سيمو کې درول شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر عبدالرجب وايي، چې نن له سهار څخه تر غرمې پورې د جنوبي سالنګ په څلورو سيمو او د شمالي سالنګ په يوه سيمه کې سختې واورې ښويېدلې دي.

دى وايي، چې په جنوبي سالنګ کې د نورو واورو ښويېدنو امکان هم شته.

د عبدالرجب په وينا، له همدې امله ياده لاره تړلې پاتې ده ،خو د سالنګونو د ساتنې او مراقبت امريت هڅه کوي ،چې د توپان د کمښت په صورت کې دغه لار د سلواغې تر ١٧ مې د ترافيکو پر مخ پرانيزي .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له تېرې جمعې راهيسې په جنوبي سالنګ کې يو متر او ٦٠ سانتي واوره اورېدلې ده.

دى وايي، چې په شمالي سالنګ کې د واورې کچه نه ده ورته معلومه؛ ځکه چې دا مهال هلته سخت توپان دوام لري.

هغه وايي، چې اوس هم په سالنګونو کې سخته واوره ورېږي.

په ژمي کې پر دې لاره تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو ښوويېدو له امله مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.