ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسلميار: فساد او د ځمکو غصب د ننګرهار خلک اندېښمن کړي

مسلميار: فساد او د ځمکو غصب د ننګرهار خلک اندېښمن کړي

author avatar
4 Feb 2013 - 15:25
مسلميار: فساد او د ځمکو غصب د ننګرهار خلک اندېښمن کړي
author avatar
4 Feb 2013 - 15:25

جلال اباد (پژواک ١٦سلواغه ٩١): د مشرانو جرګې مشر وايي، چې په ننګرهار ولايت کې  اداري فساد، د ځمکو غصب او د بيارغونې د کارونو په ټپه درېدو د دغه ولايت اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار دغه څرګندونې د سلواغې په ١٦مه‌ په جلال اباد ښار کې له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، چې په تېرو دوو کلونو کې په ننګرهار کې د بيارغونې کارونه په ټپه درېدلي دي.

مسلميار وايي، چې د بيارغونې په برخه کې نه ولايتي چارواکو په سمه توګه کار کړى او نه هم په ملي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو خپل مسووليت په بشپړ ډول ادا کړى دى.

نوموړى په ننګرهار ولايت کې د اداري فساد او غصب په اړه وايي، چې د ننګرهار په ډېرى ادارو کې فساد ښه په پراخه کچه شتون لري.

هغه زياته کړه: ((غصب هم شوى او فساد هم شته، زه د دې نظام څلورم کس يم، زه په خپله اعتراف کوم ،چې فساد د هېواد په کچه موجود دى، نو بې له شکه په ننګرهار کې هم شته.))

د مشرانو جرګې مشر دا هم وويل، چې د ننګرهار په ټولو ولسواليو کې دولتي دښتې او نورې ځمکې د بېلابېلو کسانو له خوا غصب شوې دي.

نوموړى د هغه ادعاوو په اړه، چې په ننګرهار کې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال حاجي عبدالظاهر قدير او د ده ترمنځ يو ډول سياسي کشمکش موجود دى وايي: ((دا پوښتنه تاسو له هغوى نه وکړئ، هغه که له ما سره مخالفت لري اوکه نه، خو زه له هغه سره کومه شخصي ستونزه نه لرم او نه هم هغه تخريبوم.))

مسلميار هغه ادعا هم نه ردوي چې ګواکې د ننګرهار په اداره کې د ده ډېرى پلويان پر دندو ګومارل شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((زه د افغانستان د مشرانو جرګې رييس يم، زه بايد د وزيرانو په کچه خلک ولرم، خو کوم کسان چې پر دندو ګومارل شوي هغه ټول اهل کسان دي، ما له خپل موقف نه غلطه ګټه نه ده پورته کړې.))

د مشرانو جرګې مشر تر ٢٠١٤ کال وروسته د يوه باثبات او با امنه افغانستان اټکل کوي.

دى وايي، چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته به په هېواد کې امن راشي او ټولې ښکېلې خواوې به سره يوځاى په يوه ټغر کېني.

هغه وايي: ((پخوا هم پردو راته افغانستان نه دى ساتلى او بيا به يې هم ونه ساتي، موږ د دې توان لرو چې خپل وطن په خپله وساتو.))

مسلميار پر وسلوالو مخالفينو غږ کوي، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم دې راشي او د خپل وطن په ابادولو کې دې برخه واخلي او کار دې وکړي.

نوموړى زياته کړه: ((را دې شي او دلته دې په انتخاباتو کې ونډه واخلي او مشکل دې د انتخاباتو له لارې هوار کړي.))

د مسلميار په خبره، د بهرنيو ځواکونو له شتون سره سره هم په هېواد کې ناامني شته، خو که ووځي ګډوډي به هېڅکله رامنځته نه شي.

هغه زياته کړه: ((دوى خو اوس هم امنيت نه دى راوستى او نه يې راوستلى شي.))

نوموړى د ټاکنو د سيستم په اړه وايي، په کار وه چې ټولو افغانانو ته کمپيوټري تذکرې وېشل شوې واى، چې د درغلۍ مخنيوى شوى واى.

نوموړى وايي، دا چې اوس وخت کم دى، هر هغه څه چې يو څوک افغان ثابتوي هماغه ښه دي لکه تذکره، پاسپورټ او د انتخاباتو کارت.

د مشرانو جرګې مشر پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د هېواد د ابادۍ په خاطر دې خپل ګام پورته کړي او خپل وطن دې د نورو په لمسون نه ورانوي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.