واشنګټن (پژواک ١٧ سلواغه ٩١): د امريکا متحدو ايالتونو د لندن له سرمشريزې غونډې د ملاتړ اعلان وکړ او له طالبانو يې وغوښتل، چې په قطر کې خپل دفتر پرانيزي.
د افغانستان، پاکستان او برېتانيا ترمنځ سرمشريزه غونډه پرون په لندن کې ترسره شوه، چې د افغانستان او پاکستان ولسمشران، د برېتانيې لومړي وزير او د يادو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، د پوځ او د ملي امنيت شورا چارواکو هم په کې ګډون کړى و.
تر يادې سرمشريزې وروسته درېيو واړو مشرانو هوډ څرګند کړ، چې د سولې پروسې ته به چټکتيا ورکوي او تر راتلونکو شپږو مياشتو به د سولې لوظنامه لاسليک کوي.
د برېتانيا لومړي وزير ډيوېډ کميرون وويل، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره به ټول اقدامات په لاره اچول کېږي.
دغه راز په دې سرمشريزه کې دا هوکړه هم شوې، چې په قطر کې به طالبانو ته دفتر پرانيستل کېږي.
د امريکا متحدو ايالتونو د لندن له غونډې ملاتړ اعلان کړى او له وسلوالو طالبانو يې غوښتي، چې په قطر کې خپل دفتر پرانيزي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ په يوه خبري غونډه کې وويل، چې د قطر د دفتر له پرانيستل کېدو سره به طالبان د افغانستان د سولې له عالي شورا سره په رسمي او رښتينو خبرو اترو کې ورګډ شي.
خو هغې زياته کړې: ((د ټولو خواوو موخه بايد د يوه پياوړي، متحد او د پراخ سياسي نظام درلودونکى افغانستان وي.))
نوموړي زياته کړه، چې امريکا د لندن تر غونډې وروسته د خپرې شوې اعلاميې ملاتړ کوي او زياته يې کړه، چې د لندن د غونډې پرېکړې د هغو خبرو اترو د لړۍ يوه کړۍ وه، چې تېره مياشت ولسمشر کرزي او ولسمشر بارک اوباما په سپينې ماڼۍ کې کړې وې.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويانده وايي، د لندن غونډه دا پيغام رسوي، چې نړيواله ټولنه د افغانستان پر مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.
ويکټوريا نولينډ دا هم وويل، چې د امريکا، پاکستان او افغانستان يوه ګډه کاري ډله هم د سولې د پروسې د پرمختګ او د شخړې د هوارۍ لپاره په ګډه کار کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن