ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نورستان د ولايتي شورا ټاکنې په جلال اباد کې تر سره شوې

author avatar
5 Feb 2013 - 16:55
author avatar
5 Feb 2013 - 16:55

 جلال اباد(پژواک ١٧سلواغه،٩١) :د نورستان د ولايتي شورا ټاکنې په جلال اباد کې د ننګرهار د ولايتي شورا په ودانۍ کې په داسې حال کې ترسره شوې، چې له نهو غړو څخه يې يواځې پنځو تنو شتون درلود.

 ددې ټاکنو، چې نن د سلواغې په ١٧مه، ترسره شوې، په پايله کې د ولايتي شورا پخوانى رييس عنايت الرحمن مذهبيار د رييس،  امان الله عنايت الرحمن د مرستيال او خاطره د شورا د منشي په توګه وټاکل شول.

 دا چې يادې ټاکنې د ننګرهار په ولايتي شورا کې ولې تر سره شوې د نورستان د ولايتي شورا رييس يې په اړه پژوا ک خبري اژانس ته وويل ،چې ټول دولتي کسان نه شي کولى ،چې د نورستان مرکز پارون ته ولاړ شي.

هغه زياته کړه ،چې نورستان ته په لاره د کونړ په ګوسلک سيمه کې وسلوال موجود دي، نو دولتي کسان نه شي کولى ، چې په يو ځل نورستان ته داخل شي.

 نوموړى وايي، چې ټاکنې رڼې او د نورستان د يو شمير اوسيدونکو او د ننګرهار د ولايتي شورا د غړو پر وړاندې ترسره شوې.

 خو بلخوا د نورستان والي تميم نورستانى وايي ، چې په ننګرهار کې د نورستان د ولايتي شورا ټاکنې غېر قانوني دي او دوى ترې له سره خبر هم نه دي.

هغه زياته کړه :  (( د انسجام شورا هم غلط کار کړى زه رسمي مکتوب هم ليږم، ځکه په دې کې د ننګرهار وکيلانو او د سنا مجلس وکيلانو لاسوهنه کړې ده. ))

 د هغه په وينا، د ولايتي شورا کوم غړي، چې په ننګرهار کې يې ټاکنې کړي هغوى ټول په جلال اباد کې کورونه لري او نورستان ته نه راځي.

نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي شورا رييس دا نهه مياشتې کيږي ، چې غېر حاضر دى او اوس يې په غير قانوني ډول په جلال اباد کې ټاکنې کړې دي.

 د نورستان والي وايي ، چې په يادو ټاکنو کې نه د ولايت او نه هم د بل کوم ارګان استازى موجود و.

 د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام الله خان نورستانى وايي ، چې په مرکزي نورستان کې هېڅ ډول امنيتي ستونزې نشته د ولايتي شورا غړو بايد دغلته ټاکنې کړې واى.

 نوموړى وايي، چې د نورستان د ولايتي شورا انتخابات په ننګرهار کې د جوړ جاړي له مخې شوي دي.

پژواک هڅه وکړه، چې په نورستان کې د ولايتي شورا د  پاتې څلورو غړو څخه د يوه نظر هم  واخلي ، خو بريالى نه شو.

 ياده دې وي، چې د نورستان ولايتي شورا نهه غړي لري؛ چې درې  يې ښځينه او شپږ يې نارينه دي،چې په نننيو ټاکنو کې له يادو شوو غړيو څخه پنځو تنو يې په دغو ټاکنو کې شتون درلود .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.