ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ديشو کې طالبانو روزنځاى جوړ کړى

د هلمند په ديشو کې طالبانو روزنځاى جوړ کړى

author avatar
5 Feb 2013 - 12:53
د هلمند په ديشو کې طالبانو روزنځاى جوړ کړى
author avatar
5 Feb 2013 - 12:53

لښکرګاه (پژواک ١٧ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند د ديشو ولسوالۍ په مرکز، بهرامچه کې وسلوالو طالبانو د ځان لپاره روزنځاى جوړ کړى، چې له امله يې د دغه ولايت ترڅنګ يو شمېر نور ولايتونه هم له ګواښ سره مخ دي.

دغه خبره د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د سلواغې په ١٧مه پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې او زياته يې کړه، چې بهرامچه د دغه ولايت د سرحدي ولسوالۍ (ديشو) مرکز دى، چې له پاکستان سره اوږده پوله لري او د وسلوالو طالبانو وروستي ټول پلانونه له همدغه ځايه نيول کېږي.

د هغه په وينا، د ديشو ډېرى سيمې، چې د يو لړ ترسره شوو عملياتو پر مهال پاکې شوې دي، خو لا هم ډېر ګواښونه په کې شته، چې ځانګړو عملياتو او تدابيرو ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه، چې په دې سيمه کې بايد لومړى پراخ چاڼيز عمليات ترسره او وروسته د سيمې خلکو ته د ژوند هر اړخيزې اسانتياوې برابرې شي، تر څو له مخالفت څخه لاس واخلي او عادي ژوند ته را وګرځي.

والي وايي: ((اړتيا ده، چې تر عملياتو وروسته د سيمې خلک په کار وګومارل شي او بېلابېلې پروژې ورته پلې کړاى شي.))

د هغه په باور، که مرکزي دولت يادې ولسوالۍ ته بشپړه پاملرنه وکړي، نو د هلمند د امنيت د خونديتوب ترڅنګ به د ګاونډيو ولايتونو، کندهار، فراه، نيمروز، غور، هرات او بادغيس پر امنيت هم مثبت اغېز ولري.

د ده په خبره، وسلوالو طالبانو ته، چې اوس کومه زده کړه او روزنه ورکول کېږي، ټول له همدې سيمې څخه ده او د سيمې په کچه يې بهرامچه مرکز ياديږي.

والي دغه راز د ځينو نورو سيمو د نا امنۍ يادونه هم وکړه او زياته يې کړه، چې د نهرسراج ولسوالۍ په کلاى ګز، د سنګين ولسوالۍ په مالمند، د کجکي په زمينداور او د نادعلي ولسوالۍ په دښتي سيمو کې هم وسلوال طالبان پراخ فعاليت لري.

نوموړي زياته کړه، چې د يادو سيمو د چاڼ لپاره نه يواځې دوى، بلکې مرکزي دولت هم بايد زياته پاملرنه وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.