اسلام اباد (پژواک ١٧ سلواغه ٩١): د خيبر پښتوخوا ايالت د کډوالو په يوه مېشت غالي کې د يوې خونې د چت لوېدو له امله دوه افغان ماشومان مړه او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه نن سهار وخته د خيبر پښتونخوا ايالت اړوند د صوابۍ د ګدون امازۍ سيمې د ګندف په افغان مېشت غالي کې رامنځته شوې ده.
په دغه مېشت غالي کې يوه افغان کډوال محمدنادر د سلواغې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وخته د شېرزاده په نوم د يوه افغان کډوال د کور چت لوېدلى دى.
هغه زياته کړه، چې د چت د پرېوتو له امله د شېرزاده دوه کوچني ماشومان مړه او د هغه د ښځې په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.
د نادر په وينا، په دې سيمه کې له تېرو څو ورځو راهيسې پرله پسې اورښتونو د دغه مېشت غالي ډيرى کورونه زيانمن کړي او ځينو کې يې اوبه درېدلې دي.
نوموړى وايي، چې په دې پېښه کې ټپي شوي کسان روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
دغه راز د خيبر پښتونخوا ايالت د کوز دير ولسوالۍ د چکدرې په سيمه کې د کډوالو په يوه بل مېشت غالي کې هم د يوې خونې چت رالوېدلى ، خو چا ته يې زيانه دى اړولى.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن