ژبه

د څار سازمان: امريکا په افغان جګړه کې سلګونه ماشومان وژلي او بنديان کړي

جاوېد هميم کاکړ

۱۸ سلواغه ۱۳۹۱ - ۱۲:۰۴

Views: ۵۳

کابل ( پژواک ١٨ سلواغه ٩١ ): د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان له امريکا وغوښتل ،چې په افغانستان کې د جګړو پر مهال د ماشومانو د ژوند ژغورلو ته زياته پاملرنه وکړي.

ياد سازمان  دغه غوښتنه په هغه راپور کې کړې، چې پرون د سلواغې په ١٧مه، يې له جنيوا څخه خپره کړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې د امريکا حکومت بايد په بېړنۍ توګه د ملګروملتونو پرهغو وړانديزونو عمل وکړي، چې د جګړييزو شخړو پر مهال د ماشومانو ژوند وژغورل شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې پرون يو راپور خپور کړى، چې پکې يې د ماشومانو د حقونو په اړه امريکا ته يو شمېر وړانديزونه ورکړي دي.

په دې راپور کې ملګرو ملتونو د جګړو او شخړو پر مهال دامريکا پر  ځينو کړنو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د جګړو پر مهال په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې امريکايي ځواکونو سلګونه ماشومان وژلي دي.

د ملګرو ملتونو يادې کمېټې پر دې وژنو او  د يو شمېر ماشومانو په بندي کولو ژوره اندېښنه ښودلې ده .

د بشري حقونو د څار  نړيوال سازمان  د ماشومانو د حقونو د څانګې مسوول جو بيکر له امريکا غوښتي، چې په افغانستان کې د جګړييزو شخړو پر مهال د ماشومانو د ژوند ژغورلو ته زياته پاملرنه وکړي.

نوموړي دغه راز له امريکا غوښتي، چې د ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو د  يادې کمېټې د وړانديزونو په اړه جدي او مهم اقدامات وکړي.