کابل ( پژواک ١٨ سلواغه ٩١ ): د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان له امريکا وغوښتل ،چې په افغانستان کې د جګړو پر مهال د ماشومانو د ژوند ژغورلو ته زياته پاملرنه وکړي.
ياد سازمان دغه غوښتنه په هغه راپور کې کړې، چې پرون د سلواغې په ١٧مه، يې له جنيوا څخه خپره کړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د امريکا حکومت بايد په بېړنۍ توګه د ملګروملتونو پرهغو وړانديزونو عمل وکړي، چې د جګړييزو شخړو پر مهال د ماشومانو ژوند وژغورل شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو کمېټې پرون يو راپور خپور کړى، چې پکې يې د ماشومانو د حقونو په اړه امريکا ته يو شمېر وړانديزونه ورکړي دي.
په دې راپور کې ملګرو ملتونو د جګړو او شخړو پر مهال دامريکا پر ځينو کړنو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د جګړو پر مهال په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې امريکايي ځواکونو سلګونه ماشومان وژلي دي.
د ملګرو ملتونو يادې کمېټې پر دې وژنو او د يو شمېر ماشومانو په بندي کولو ژوره اندېښنه ښودلې ده .
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د ماشومانو د حقونو د څانګې مسوول جو بيکر له امريکا غوښتي، چې په افغانستان کې د جګړييزو شخړو پر مهال د ماشومانو د ژوند ژغورلو ته زياته پاملرنه وکړي.
نوموړي دغه راز له امريکا غوښتي، چې د ماشومانو په اړه د ملګرو ملتونو د يادې کمېټې د وړانديزونو په اړه جدي او مهم اقدامات وکړي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن