کابل (پژواک ١٨ سلواغه ٩١): ولسمشر حامدکرزى د اسلامي همکاريو سازمان د مشرانو په دولسمه غونډه کې د ګډون په موخه د مصر پلازمېنې قاهرې ته ورسېد.
د ولسمشر د وياندوى له دفتره په يوه خبر پاڼه کې راغلي، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى د ناروې شاهي هيواد له پادشاه، لومړي وزير او د ياد هيواد له نورو چارواکو سره له کتو او د ستراتيژيکو همکاريو تړون له لاسليکولو وروسته، تېره شپه قاهرې ته ورسېد.
سر چينه ليکي، ټاکل شوې، چې ولسمشر به د ٥٧ هېوادونو ولسمشرانو او لوړ پوړو استازو ته وينا وکړي او د افغانستان نظر به د نړيوالو اړينو مسايلو په اړه بيان کړي.
د اسلامي همکاريو سازمان د مشرانو دولسمه غونډه ، چې په قاهرې ښار کې جوړيږي ، د اسلامي همکاريو سازمان غړو هيوادونو تر منځ د سياسي او اقتصادي همکاريو د پياوړتيا په لارو چارو او د اسلامي نړۍ اړونده نور مسايل، تر خپل بحث لاندې ونيسي.
ولسمشر کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د سلواغې په ١٤ مه د افغانستان، پاکستان او بريتانيا تر منځ په درې اړخيزه ناسته کې د ګډون په موخه د بريتانيا پلازمېنې لندن ته تللى و.
د هېواد ولسمشر په دغه ناسته کې له ګډون وروسته، تېره شپه د افغانستان او ناروې تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو تړون د لاسليکولو لپاره له لندن څخه د دغه هيواد پايتخت اسلو ته تللى و.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن