ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ د ښځو چارو رييسه اروپا ته تښتېدلې

د بلخ د ښځو چارو رييسه اروپا ته تښتېدلې

author avatar
7 Feb 2013 - 17:24
د بلخ د ښځو چارو رييسه اروپا ته تښتېدلې
author avatar
7 Feb 2013 - 17:24

مزارشريف ( پژواک ١٩ سلواغه ٩١ ) : د بلخ ولايت د ښځو چارو رييسه، چې څه موده وړاندې د روزنې په موخه فېنلينډ هېواد ته په رسمي سفر تللې وه، تښتېدلې او په هغه هېواد کې يې د پنا اخيستو غوښتنه کړې ده.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د سلواغې په ۱۹مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د دغه ولايت د ښځو چارو رييسه مېرمن فرېبا مجيد يوه مياشت وړاندې د ښځو چارو د رياست لخوا فېنلنډ ته د څو ورځينو زده کړو په موخه په رسمي سفر تللې وه.

نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې دوی معلومات تر لاسه کړي، چې فريبا مجيد په دغه هېواد کې د تل لپاره د ژوند کولو په موخه د پناه غوښتنه کړې ده.

د هغه په وينا، دمګړۍ د بلخ د ښځو چارو رياست د اقتصادي چارو مديره ددغه رياست سرپرسته ده.

د والي وياند وايي، چې په بلخ ولايت کې هېڅ دولتي چارواکى له امنيتي ګواښ سره نه دی مخ.

نوموړي زياته کړه، چې په بهرني هېواد کې پناه اخيستل د مېرمن مجيد شخصي مسئله ده او د دې دولتي دندې پورې هېڅ تړاو نه لري.

د بلخ ولايت د ولايتي شورا ريس ډاکټر محمد افضل حديد هم په بهرني هېواد کې د دغه ولايت د ښځو چارو د رييسې پنا اخيستنه په کلکو ټکو وغندله.

نوموړي هم دا مسئله رد کړه، چې ګواکې هغه دې له کوم امنيتی ګواښ سره مخ وه؛ خو دا يې په ډاګه کړه، چې دی ګومان کوي، چې د ځينو شخصی ستونزو له امله په بهر هېواد کې پر پنا اخيستو مجبوره شوې ده.

د هغه په وينا، کوم دولتي مامور، چې له خپل وطن سره مينه ولري،نو هېڅکله به هم د مېرمن فرېبا مجيد غونډې عمل تر سره نه کړي.

د ولايتي شورا ريس وويل، چې که څه هم مېرمن مجيد د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د ښځو لپاره ځينې فعاليتونه تر سره کړي؛ خو بيا يې هم د بلخ د مېرمنو د اړتياوو په نظر کې نيولو سره وړ کار نه دی کړی.

د بلخ د والي د وياند منير فرهاد په وينا ، مېرمن فرېبا مجيد له تېرو اتو کلونو د بلخ ولايت د ښځو چارو رياست د رييسې په توګه دنده تر سره کوله. 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.