ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لار تر نن مازيګر پورې وتړل شوه

د سالنګ لار تر نن مازيګر پورې وتړل شوه

author avatar
7 Feb 2013 - 10:48
د سالنګ لار تر نن مازيګر پورې وتړل شوه
author avatar
7 Feb 2013 - 10:48

چاريکار (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): د سالنګ لويه لار نن د مازيګر تر شاوخوا څلورو بجو د ترافيکو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال عبدالرجب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه لار نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې ځکه د پنځو ساعتونو لپاره وتړل شوه، چې د سالنګونو په بېلابېلو سيمو کې د واورو ښويېدنو ګواښ شتون لري.

هغه وويل، چې اوس د پروان ولايت د جبل السراج ولسوالۍ په تاجکانو او د بغلان ولايت د خينجانو ولسوالۍ په ملخانو سيمو کې موټر درول شوي او پر دې لار د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

دى وايي، په پام کې ده چې نن تر مازيګره هغه واورې ، چې د ښويېدو امکان يې شته، د توپونو پر ډزو راتويې او له سړک څخه پاکې شي.

رجب وويل، چې په دغه کار سره به د واورو ښويېدنو له امله مسافرو ته د زيان اړولو ګواښ له منځه ولاړ شي او د مازيګر شاوخوا څلور بجې به بېرته موټرو ته پر ياده لار د تګ اجازه ورکړل شي.

د سالنګونو لويه لار، چې په غرونو کې له اوږده تونل څخه تېريږي، د هېواد مرکز له نهو شمالي ولايتونو سره نښلوي.

 دغه لار تېره جمعه د واورو او توپان له امله تړل شوې وه، خو تېره ورځ سهار د ترافيکو پر مخ پرانيستل شوه.

 د تېرو څو ورځو په پر له پسې اورښتونو کې د سالنګ په ځينو سيمو کې څه باندې درې متره واوره اورېدلې، خو له تېرې ورځې راهيسې اورښت درېدلى دى.

په ژمي کې پر دې لاره تګ راتګ له ډېرو ستونزو سره مخ وي.

د ١٣٨٨ کال د سلواغې په مياشت کې په سالنګ کې په لسګونو خلک د واورو ښوويېدو له امله مړه او سلګونه نور ټپيان شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.