ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوې نوې واده شوې نجلۍ مړى وموندل شو

author avatar
7 Feb 2013 - 14:36
author avatar
7 Feb 2013 - 14:36

شبرغان (پژواک ۱۹ سلواغه ۹۱): په جوزجان ولايت کې د يوې نوې واده شوې مېرمنې زندۍ شوی مړی په داسې حال کې موندل شوى، چې سږ کال په دغه ولايت کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې ۲۶ پېښې ثبت شوې دي.

سيمه ييز چارواکي وايي، چې دې مېرمنې تازه واده کړی و او مړی يې نن سهار د اقچې ولسوالۍ په مرکز کې د هغې له خپل کور څخه ترلاسه شوی دی.

د اقچې ولسوال اسدالله بهرامي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مېرمنه نږدې شل کلنه وه او له يو داسې تن سره يې واده کړی، چې تر دې وړاندې يې يوه بله ښځه هم درلوده.

هغه زياته کړه، چې د دې قضيې په تړاو د ښځې خاوند نيول شوی دی.

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د جرمونو د کشف امر سمونمل عبداللطيف وايي، چې دوی د پلټنې ډله ساحې ته استولې او د دې مېرمنې د ځان ځړونې علت به وروسته څرګند شي.

د جوزجان د ولايتي روغتون رييس ډاکتر ميرويس اميني هم وايي، ټاکل شوې د ښځې مړی نن روغتون ته ولېږدول شي او له څېړنو وروسته به د دې ځان وژنې علت هم معلوم شي.

د جوزجان، سرپل او فاريات ولايتونو د بشري حقونو د کمېسيون مشر مغفرت صميمي ياده پېښه زړه بوږنوونکې وبلله او پژواک ته يې وويل، تر هغه چې څوک په تاوتريخوالي کې را ښکېل نه شي، ځان وژنه نه کوي.

هغه زياته کړه، دوی به دغه قضيه تعقيب کړي، که چېرې د بل چا له خوا وژل شوې وي، نو بايد چې عاملين يې مجازات شي.

مېرمن صميمي پر دغه ډول مرموزو وژنو اندېښنه څرګندوي او وايي، چې د روان کال له لومړيو نه تر دې دمه د ښځو او نجونو د ځان وژنې او ځان ځړونې ۲۶ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال ټولټال ۱۲ ورته پېښې ورسره ثبت شوې وې.

نوموړې د زور ودونه، وهل ټکول، فقر او د کورنيو د عامه پوهاوي د کچې ټيټ والی د ورته پېښو لامل ګڼي او زياتوي، چې بايد کورنۍ په دې وپوهول شي، څو له خپلو لوڼو سره تاوتريخوالی ونه کړي، کنه له دې ډول بوږنوونکو پېښو سره به مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په وږې مياشت کې د دوولسم ټولګي د يوې زده کوونکې مړی هم د جوزجان په مرکز شبرغان کې په داسې حال کې وموندل شو، چې ځان يې په دار کړی و.

د پوليسو په وينا، دغه نجلۍ له تېرو يوولسو کلونو راپه دېخوا د خپل تره د زوى په نوم وه، چې د اقتصادي ستونزو له امله يې واده نه و کړی، خو ټاکل شوې وه، چې په نږدې وخت کې يې واده وشي.

يوه مياشت وړاندې هم ديوې ځوانۍ نجلۍ مړی په شبرغان کې په داسې حال کې وموندل شو، چې ويل کېدل د کورني تاوتريخوالي له امله يې ځان را ځوړند کړی دی.

ديني عالم مولوي ولي محمد شيباني ځان وژنه يوه خورا منفي پديده ګڼي او وايي، ځان وژنه په دې معنا ده، چې تاسې هغه څه نه قبلوئ، کوم چې خدای تعالی درته فرمايلي دي، دغه مسئله له خدای تعالی سره ستاسې د جګړې څرګندونه کوي.

دی چې د جوزجان ولايت د ارشاد، حج او اوقافو رياست له منسوبينو څخه دی، زياتوي: “هغه کسان چې ځان وژنه کوي، خدای تعالی ورته د دوزخ د جزا حکم کړی.”

د ويلو ده، د بشري حقونو کمېسيون د ثبت شوو شمېرو له مخې سږ کال د ټول هېواد په کچه د تاوتريخوالي ۴۵۰۰ پېښې، چې ۴۰ يې د جنسي تېري او ۷۵ نورې يې ناموسي وژنې جوړوي، ثبت شوې، په داسې حال کې چې تېر کال ټولټال نږدې درې زره قضيې ثبت شوې وې.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.