ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزير: وسلوال مخالفين دې د زده کړې بهير مخه نه ډب کوي

د پوهنې وزير: وسلوال مخالفين دې د زده کړې بهير مخه نه ډب کوي

author avatar
7 Feb 2013 - 17:30
د پوهنې وزير: وسلوال مخالفين دې د زده کړې بهير مخه نه ډب کوي
author avatar
7 Feb 2013 - 17:30

لښكرګاه(پژواك ۱۹سلواغه۹۱) د پوهنې وزيرډاكټرفاروق وردګ  په هلمند كې ديوې غونډې پرمهال ددولت پر وسلوالو مخالفينو غږ وكړ، چې د زده كړې د بهير پر وړاندې دې د ستونزو له پيداکولو څخه  لاس واخلي.

نوموړي دغه څرګندونې د سلواغې په ۱۹ مه د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې، چې پکې سلګونه د ښوونځيو استادانو، قومي او ديني مشرانو برخه اخيستې وه.

هغه زياته كړه چې هلمند ټول  ۳۳۷ منظور شوي ښوونځي لري، چې د خلكو د نه مينې له امله يې ۱۵۵ بابه اوس هم تړلي دي.

ډاکټر وردګ  زياته كړه، چې هلمند د هېواد په كچه لوى ولايت دى، خو د زده كړې په بهير كې يې فيصدي تر نورو ولاياتو كمه ده، چې لامل يې په دې ولايت کې د ځايي اوسېدونكو نه ملاتړ دى.

نوموړي وويل ، كه چېرې د ځايي اوسېدونكو ، قومي او ديني  مشرانو لخوا په دې برخه كې مرسته شوې واى، د دولت پر وسلوالو مخالفينو به يې فشار راوړى واى، چې له  ښوونځيو سره مخالفت ونکړي .

دده په خبره ، د دولت وسلوال مخالفين  خپل  زامن او لوڼې په پاكستان كې ښوونځيو ته لېږي، خو په افغانستان كې د هغه ستر نعمت مخه نيسي، چې له  هغې لارې دخداى او انسانيت لاره  پيژندل كيږي.

د پوهنې وزير له ځايي قومي مشرانو څخه  غوښتنه وكړه ، چې په  هرو امكاناتو وي ، خپل اولادونه  ښوونځيو ته وليږي ،ښوونكى وركړي او دولت دې له وسلوالو طالبانو سره  په دې برخه كې خبرې وكړي.

د وزير په خبره ، كه بيا هم  طالبان د زده كړې مخه نيسي د هيواد دنورو ولايتونو په څير دې د هغوى پر وړاندې راپورته شي.

نوموړي ده لمند د ښوونې او روزنې مسوولينو او ځايي اوسيدونكوته ډاډ وركړ ، چې د ښوونې او روزنې په برخه كې به يې ټول حق ورته  وركوي، ځكه  پخوا چې په دې ولايت كې امنيت نه وو ددې خلكو حق يې په نورو خوړلى دى.

د هلمند والي تورن جنرال محمد نعيم د غونډې برخوالو ته وويل، چې اوس ددې ولايت ټول اوسيدونكې د زده كړې په ارزښت پوهيدلي ، نو له همدې امله ورځ تر بلې په سيموكې ښوونځي پرانستل كيږي.

نوموړي زياته کړه ، هغه خلك چې  پخوا به يې په خپله دښوونځيو په  بندولو كې لاس درلود،اوس يې له ولايت او د پوهني له  رياست  څخه  په  دې برخه كې د مرستې غوښتنه كړې ده.

د هلمندد پوهنې رييس محمد نسيم ساپي وويل ، چې په هلمندكې دامهال له ۳۳۷ ښوونځيو څخه ۱۸۰ پرانيستي، چې د ۲۸ زره  نجونو په ګډون ۱۲۷ زره زده كوونكي په زده كړو  بوخت دي.

دده په خبره، چې تردې مهاله  له دې ښوونځيو څخه ۱۳۴ يې اساسي ودانۍ لري .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.