ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز د والي کور ته نږدې چاودنه وشوه

د کندوز د والي کور ته نږدې چاودنه وشوه

author avatar
7 Feb 2013 - 12:07
د کندوز د والي کور ته نږدې چاودنه وشوه
author avatar
7 Feb 2013 - 12:07

کندوز (پژواک ۱۹ سلواغه ۹۱): د کندوز د والي کور ته نږدې چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.

د کندوز د والي وياند عنايت الله خليق پژواک خبري آژنس ته وويل، چې دغه چاودنه نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس نيمې بجې د دغه ولايت د والي محمدانورجګدلک د کور په سل مترۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه ماين د سړک غاړې ته ځاى پر ځاى شوى و او د ريموټ کنټرول په وسيله چاودنه ورکړل شوې ده.

خليق زياته کړه، چې د دغې چاودنې د موخې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

خو د فاطمة الزهرا د نجونو لېسې مدير شميم سيال وويل، چې دغه چاودنه د لېسې څنګ ته پر هغه سړک شوې، چې تر رغونې لاندې دی او ويل کېږي، چې د دې چاودنې پر مهال د کندوز د مرستيال والي موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

خو د والي وياند دا خبر رد کړه.

د لېسې مدير زياته کړه، چې د چاودنې د مرګ ژوبلې او زيانونو په اړه معلومات نه لري او سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

سيال وايي، چې دى د چاودنې پر مهال په لېسه و، خو زده کوونکي يې په ژمنيو رخصتيو تللي دي.

د ويلو ده، چې لس ورځې وړاندې د يوه ځانمرګي بريد له امله د دغه ولايت له تروريزم  سره د مبارزې مدير عبدالله زمری، ترافيکو مدير سمونوال سيد اسلم سادات له شپږو نورو امنيتي کسانو او دوو ملکي وګړو سره ووژل شو.

 دغه راز په دغه بريد کې چې مسووليت يې طالبانو پر غاړه واخيست، نولس پوليس او ملکي وګړي تپيان شوي وو.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.