ترينکوټ ( پژواک ۱۹ سلواغی ۹۱ ):د اروزګان ولايت د ګيزاب ولسوالۍ ولسوال عبدالله د ماين په يوه چاودنه کې له درېيو ساتونکو سره ټپي شو.
ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د سلواغې په ١٩مه،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون ناوخته د ولسوالۍ د خلج په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې ياده چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې ولسوال او نور امنيتي ځواکونه په سيمه کې په چاڼيزو عملياتو بوخت وو.
د عايل په وينا، په دې چاودنه کې ولسوال له درېيو ساتونکو سره ټپي او روغتون ته لېږدول شوى دى.
نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن