کابل (پژواک ۱۹ سلواغه ۹۱): ولسمشر حامد کرزی برېتانيا، ناروې او مصر ته له سفر وروسته نن سهار بېرته هېواد ته راستون شو.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې څرګند شوی، چې په دې اړه د ولسمشرۍ له دفتره پژواک خبري اژانس ته را استول شوې ده.
ولسمشر کرزي د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې په لندن کې د افغانستان، پاکستان او برېتانيا په درېيمه سرمشريزه کې ګډون وکړ.
نوموړي همدارنګه د ناروې په پلازمېنه اسلو کې د دغه هېواد له لومړي وزير سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړ.
کرزي د مصر پلازمېنې قاهرې ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په دوولسمه ناسته کې هم ګډون وکړ.
له ولسمشر کرزي سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، لوی درستيز ستر جنرال شېرمحمد کريمي،له بهرنيو څخه افغان ځواکونوته د امنيتي چارو د لېږد کمېسيون مشر ډاکتر اشرف غني احمدزي، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، په نړيوالو چارو کې د ولسمشر سلاکار يحيی معروفي او د ولسمشر وياند اېمل فيضی ملتيا کوله.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن