ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تر لسو ورځو وروسته د نورستان لاره خلاصه شوه

تر لسو ورځو وروسته د نورستان لاره خلاصه شوه

author avatar
9 Feb 2013 - 15:45
تر لسو ورځو وروسته د نورستان لاره خلاصه شوه
author avatar
9 Feb 2013 - 15:45

جلال اباد (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): د نورستان امنيه قوماندان وايي، چې د ولايت مرکز ته غځېدلې لاره له لسو ورځو وروسته خلاصه شوې، خو ولايتي شورا بيا دا خبره ردوي.

د نورستان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام الله خان نورستاني د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته د نورستان مرکز پارون ته غځېدلې لاره، چې د واورې ښويېدنې له امله شاوخوا لس ورځې مخکې تړل شوې وه، پرانيستل شوه.

هغه زياته کړه: ((لاره بېرته خلاصه شوې، او انشاءالله نور کوم مشکل نشته.))

د ده په وينا، چې په تېرو څو ورځو کې د خوراکي توکو بيې درې برابره لوړې شوې وې، چې د لارې په پرانيستل کېدو به دغه بيې ډېر ژر خپل حالت ته راټيټې شي.

بلخوا د نورستان د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن پژواک اژانس ته وويل، د نورستان مرکز پارون ته لا هم لاره تړلې ده او وايي چې د خوراکي توکو بيې ورځ تر بلې په لوړېدو دي.

نوموړي زياته کړه: ((هلته مخابراتي شبکې هم فلج شوې او موږ هم د الوتکې په انتظار په جلال اباد کې ناست يو، له يوې خوا لار واورې تړلې او له بلې خوا وسلوالو.))

هغه پر مرکزي ادارې غږ وکړ، چې د نورستان له خلکو سره دې مرسته وکړي؛ ځکه ورځ تر بلې د خوراکي توکو له کموالي سره مخ کېږي.

نوموړى وايي: ((دوه مياشتې کېږي چې والي او امنيه قوماندان په کابل کې دي، نو هغوى له لارې نه څه ډول خبر شول؟ هر څوک چې وايي لاره خلاصه ده، دروغ وايي.))

دى وايي، چې د نورستان ډېرى چارواکي يا په جلال اباد او يا هم په کابل کې دي او په خپله هم د الوتکې په انتظار په جلال اباد کې شپې ورځې تېروي.

پژواک اژانس هڅه وکړه، چې د دغه ولايت د والي نظر واخلي، خو تيلېفوني اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

ياده دې وي، چې نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت هغه غرنى ولايت دى چې هر کال يې د ژمي په موسم کې د ډېرو واورو له امله لارې بنديږي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.