ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تميم نورستاني: په نورستان کې تېر کال هېڅ پروژه نه ده پلې شوې

تميم نورستاني: په نورستان کې تېر کال هېڅ پروژه نه ده پلې شوې

author avatar
9 Feb 2013 - 15:57
تميم نورستاني: په نورستان کې تېر کال هېڅ پروژه نه ده پلې شوې
author avatar
9 Feb 2013 - 15:57

جلال اباد (پژواک ٢١ سلواغه ۹۱): د نورستان والي تميم نورستانی وايي، چې تېر کال په ټول نورستان کې کومه لويه پرمختيايي پروژه نه ده پلې شوې.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وو‎يل، چې د نورستان لپاره د پرمختيايي پروژو لپاره له کابله پيسې راوړل ډېر ستونزمن کار دی.

هغه زياته کړه: ((له يوې ولسوالۍ نه هم مرکز ته پوخ سړک نشته، دا ستونزه ورځ تر بلې زياتېږي))

والي وايي، چې څو ځلې يې د سړک ستونزه له مرکز سره شريکه کړې، خو کوم پريکنده ګام يې په اړه لا هم نه دی پورته شوی.

نورستاني وويل: ((له ولسمشر سره مې دا خبره شريکه کړه، هغه هم راسره ومنله خو د ماليې وزارت بيا هم کومه بوديجه ځانګړې نه کړه.))

دی وايي، چې د راتلونکي کال په بوديجه کې يې شل ميليونه ډالر ځانګړى تخصيص ترلاسه کړی، چې په نورستان کې به پرې يو دارالمعلمين او يو لوی روغتون جوړ کړي.

نوموړی پر  يو شمېر  وزارتونو هم نيوکه کوي، چې خپله بوديجه په پوره ډول نه شي مصرفولای په داسې حال کې چې په نورستان کې يې رياستونه ودانۍ نه لري.

د نورستان والي زياتوي، چې په ټول نورستان کې پنځه رياستونه خپلې ودانۍ لري، خو د نورو رياستونه اړوند وزارتونه يې هېڅ په کيسه کې نه دي.

نوموړي د يو شمېر سناتورانو هغه ادعاوې په کلکه ردوي، چې ګواکې په نورستان کې په سلګونه ميله وسله او رينجر موټر ورک شوي او يا هم د وسلوالو لاسته ورغلي دي.

والي زياته کړه: ((زموږ ټول ٢٢ رينجره ويجاړ شوي او څوارلس نور خراب دي، خو له وزارت نه يو تخنيګر هم نه دی راغلی، چې جوړ يې کړي.))

څه موده وړاندې په مشرانو جرګه کې د نورستان د خلکو استازي حافظ عبدالقيوم د نورستان پر ولايتي اداره يو شمېر تورونه لګولي وو، پر وړاندې يې د نورستان والي مرکزي ادارې ته په چلنج سره وايي، چې را دې شي او له نورستان ولايت نه دې ليدنه وکړي چې له دومره سترو ننګونو سره سره يې ټولې دولتي ادارې فعالې ساتلې او لا هم دولتي مامورين په کار بوخت دي.

هغه وايي: ((دا چې يو سناتور راپورته کېږي او نورستان تخريبوي، دا به ښه نه وي، حال دا چې نورستان ته هغوی هېڅ هم نه دي کړي.))

د ويجاړ شوو رينجر موټرو په اړه والي وايي، چې وزارت يوې بهرنۍ کمپنۍ (نويمان) ته د موټرو قرارداد ورکړی، خو هغوی په نورستان کې موټر نه جوړوي او وايي چې خراب موټر دې جلال اباد ته را انتقال کړي.

والي هغه ادعاوې هم په کلکه ردوي، چې ګواکې پاکستان د نورستان په ځينو سرحدي سيمو کې شناختي کارتونه وېشلي دي.

ده زياته کړه، چې نورستانيان افغانان دي او هېڅکله به هم داسې ونه کړي چې د پاکستان تابعيت واخلي.

د نوموړي په وينا، چې د پاکستان ځيني پوځيان له پولې دېخوا را اوړي او د وسلوالو په جامه کې جنګ کوي او بېرته تښتي.

هغه زياته کړه: ((مخکې په را اوښتل او په معدن کې به يې کار کاوه، خو اوس يې موږ مخه نيولې ده.))

والي تميم نورستانی پر مرکزي ادارې غږ کوي، چې له نورستان ولايت سره دې په بيا رغونه کې مرسته وکړي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.