ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بګرام زندان بشپړ ملي دفاع وزارت ته سپارل کېږي

د بګرام زندان بشپړ ملي دفاع وزارت ته سپارل کېږي

author avatar
9 Feb 2013 - 11:05
د بګرام زندان بشپړ ملي دفاع وزارت ته سپارل کېږي
author avatar
9 Feb 2013 - 11:05

کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩١): د بګرام زندان له ناټو ځواکونو په بشپړه توګه د افغانستان ملي دفاع وزارت ته سپارل کېږي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بګرام زندان به د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ٢٣مه) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په بشپړ ډول د افغانستان ملي د فاع وزارت ته وسپارل شي.

خو سرچينې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

افغان او امريکايي چارواکو د ١٣٩٠ لمريز کال په کب مياشت کې هوکړه وکړه، چې د بګرام زندان ټولې چارې او افغان بنديان به يې دولت ته وسپاري، چې له مخې يې د روان کال د وږي په ٢٠مه د دغه زندان چارې افغان لوري ته وسپارل شوې، خو چارواکي وايي، چې لا هم ځيني بنديان له امريکايانو سره پاتې دي.

ټاکل شوې وه د دغه زندان بشپړ چارې څو مياشتې مخکې افغانانو ته سپارل شوې واى، خو امريکا له شوې هوکړې سرغړونه وکړه او په دې پلمه يې، چې ګواکې په افغان زندانونو کې له بنديانو سره ناوړه چلند کېږي، دغه کار ځنډولى و.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال د بګرام په زندان کې له ٦٠٠ ډېر افغان بنديان د امريکايي ځواکونو په توقيف کې دي، چې د شوې هوکړې له مخې بايد افغان لوري ته سپارل شوي واى.

د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي څه موده مخکې ويلي وو، امريکايي ځواکونو په بګرام کې دوه ډلې افغانان په بند کې ساتلي دي.

ده وويل، يو يې هغه افغانان دي، چې په اړه يې اسناد او شواهد نشته، خو امريکا يې ځان ته ګواښ بولي او د “اداري توقيف” په نامه يې د نامحدودې مودې لپاره په بند کې ساتل غواړي.

د ده په وينا، دويمه ډله تر ٧٠ تنو ډېر هغه افغان بنديان دي، چې د افغانستان محاکمو برائت ورکړى دى.

فيضي ويلي و، چې دواړه موارد د افغانستان د نافذه قوانيو په خلاف دي.

تېره مياشت واشنګټن ته د ولسمشر کرزي د سفر پر مهال امريکا يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې ټول بنديان به افغان حکومت ته وسپاري، خو کله چې ولسمشر کرزى له واشنګټن څخه راستون شو، دغه کار يو ځل بيا وځنډېد.

د بګرام زندان له ٢٠٠١ کال وروسته په پروان کې جوړ شو، چې د دولت وسلوال مخالفين په کې بنديان دي.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.