ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د موټر د لوېدو له امله پنځه تنه مړه شول

author avatar
9 Feb 2013 - 17:09
author avatar
9 Feb 2013 - 17:09

جلال اباد (پژواک، ٢١ سلواغه ٩١): په جلال اباد ښار کې نهر ته د يوه موټر د لوېدو له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

د ننګرهار د لومړي نمبر سرحدي زون رييس ارکان سمونوال محمدايوب حسين خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، يو ډاټسن موټر نن (د سلواغې ٢١مه) له غرمې وروسته په شاوخوا درې نيمو بجو د جلال اباد ښار په غوچک سيمه کې يوه نهر ته ولوېد.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې پنځه تنه چې يو ماشوم، يوه ښځه او درې نارينه وو، مړه شوي، چې وروسته د دوى د کسانو له لوري راوېستل شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون مشر ډاکټر همايون زهير وايي، له يادې پېښې دوى ته د پنځو ملکي وګړو جسدونه وروړل شوي دي.

په سيمه کې يوه عيني شاهد نصيب الله پژواک ته وويل، موتر مستقيما روان و، چې ناڅاپه تخنيکي ستونزه ورته پيدا شوه او نهر ته ولوېد.

دى وايي، په دې پېښه کې يواځې يو تن چې د موټر په باډۍ کې ناست و، وژغورل شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.