لښكرګاه (پژواك ۲۱ سلواغه ۹۱): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د ماين چاودنې له امله د دوو مېرمنو په ګډون شپږ ملكي وګړي وژل شوي دي.
د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عمرجان حقمل د سلواغې په ۲۱مه پژواك اژانس ته وويل، چې تېر ماښام اووه بجې د ماتكي په سيمه كې د ملكي خلكو پر سراچه موټر د ماين چاودنه وشوه، چې له امله يې دوه ښځې، دوه سپين ږيري او دوه ځوانان ووژل شول.
د هغه په وينا، د ماين قربانيان د ولسوالۍ له مركزي سيمو څخه د ماتكي د دښتې سيمې ته په لاره وو، چې د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.
نوموړي زياته کړه، دغه پېښه په هغې سيمه کې رامنځته شوې، چې ډېر وخت په كې د طالبانو واك وي او له همدې امله يې په اړه زيات معلومات هم نه لري.
د هلمند د والي وياند احمد زيرك هم د پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې په دې پېښه كې شپږ ملكي وګړي وژل شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن