ژبه

د افغان او هندي محصلينو ترمنځ نښته کې پنځه تنه ټپيان شوي

جاويد هميم کاکړ

۲۲ سلواغه ۱۳۹۱ - ۱۶:۴۴

Views: ۶۳

کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩١): د هندوستان د لوړو زده کړو په انسټيټيوټ کې د افغان او هندي محصلينو ترمنځ نښته کې پنځه محصلين ټپيان شوي دي.

هندي رسنۍ  (هندوستان ټايمز) د سلواغې په ٢٢مه راپور ورکړى، چې دغه نښته د  اړيسه ايالت په رورکيلا سيمه کې د مخابراتي ټيکنالوجۍ په ملي انسټيټيوټ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دا نښته په ياد انسټيټيوټ کې د کلني کولتوري نندارې پر مهال رامنځته شوې، خو د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دى څرګند.

هندوستان ټايمز د ځايي پوليسو په حواله ليکلي، چې د هندي او افغان محصلينو ترمنځ پر يوې موضوع تر لفظي شخړې وروسته فزيکي شخړه شوې او دواړو خواوو ته په کې ژوبله رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې افغان او دوه هندي محصلين ټپيان شوي دي.

د مخابراتي ټيکنالوجۍ د  ملي انسټيټيوټ مشر سنيل سادانګي ويلي، چې اوس حالت نورمال شوى او د افغان محصلينو د امنيت لپاره پوليس ګومارل شوي دي.

هغه زياته کړې، چې په دې اړه يې د پوليسو په مرسته پلټنې پيل کړې څو د پېښې اصلي لامل پيدا کړي.

د يادونې ده، چې په ياد انسټيټيوټ کې ٢٣ افغان محصلين زده کړې کوي، په داسې حال کې چې دلته ٤٥٠٠ هندي محصلين مېشت دي.