کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩١): د هندوستان د لوړو زده کړو په انسټيټيوټ کې د افغان او هندي محصلينو ترمنځ نښته کې پنځه محصلين ټپيان شوي دي.
هندي رسنۍ (هندوستان ټايمز) د سلواغې په ٢٢مه راپور ورکړى، چې دغه نښته د اړيسه ايالت په رورکيلا سيمه کې د مخابراتي ټيکنالوجۍ په ملي انسټيټيوټ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دا نښته په ياد انسټيټيوټ کې د کلني کولتوري نندارې پر مهال رامنځته شوې، خو د پېښې د رامنځته کېدو لامل تر اوسه نه دى څرګند.
هندوستان ټايمز د ځايي پوليسو په حواله ليکلي، چې د هندي او افغان محصلينو ترمنځ پر يوې موضوع تر لفظي شخړې وروسته فزيکي شخړه شوې او دواړو خواوو ته په کې ژوبله رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې درې افغان او دوه هندي محصلين ټپيان شوي دي.
د مخابراتي ټيکنالوجۍ د ملي انسټيټيوټ مشر سنيل سادانګي ويلي، چې اوس حالت نورمال شوى او د افغان محصلينو د امنيت لپاره پوليس ګومارل شوي دي.
هغه زياته کړې، چې په دې اړه يې د پوليسو په مرسته پلټنې پيل کړې څو د پېښې اصلي لامل پيدا کړي.
د يادونې ده، چې په ياد انسټيټيوټ کې ٢٣ افغان محصلين زده کړې کوي، په داسې حال کې چې دلته ٤٥٠٠ هندي محصلين مېشت دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن