ژبه

مولانا فضل الرحمن د سولې د خبرو لپاره قطر ته تللی

جاوېد هميم کاکړ

۲۲ سلواغه ۱۳۹۱ - ۰۷:۱۹

Views: ۶۳

کابل (پژواک ۲۲ سلواغه ۹۱ ) : د پاکستان د یوې مذهبي ډلې جمعیت علما اسلام مشر اود طالبانو نږدې ملګری مولانا فضل الرحمن د افغانستان دسولې د خبرو  ا ترو لپاره قطر ته رسیدلی دی.

ددغه مذهبي ګوند یوه غړی حافظ حسین احمد پرون د خیبر پښتونخوا ایالت په نوښار سیمه کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي دي چې مولانا فضل الرحمن په ولسي جرګه کې د قبایلي سیمو دیو شمیر وکیلانو په ملتیا قطر ته  رسیدلی دی.

هغه زیاته کړه چې مولانا فضل الرحمن به په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو اترو د پرمختګ لپاره منځګړیتوب کوي.

حافظ حسین احمد داهم ویلي دي چې په قطر کې لا دمخه د دخیلو ډلو ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي او مولانا فضل الرحمن به ددې خبرو اترو د بریالیتوب لپاره خپل رول ادا کوي.

د یاد ګوند مولانا اجمل خان  ویاند د قطر یوې عربي رسنۍ ګلف ټایمز ته تایید کړی چې مولانا فضل الرحمن د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلی دی.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د جمعیت علما اسلام ګوند ویاند زیاته کړې چې مولانا فضل الرحمان به درې ورځې په قطر کې وي .

دا په داسې حال کې چې ټاکل شوې ده، چې دافغانستان د علماوو یو پلاوی پاکستاني علماوو سره په کابل کې د علماوو د ګډ کانفرانس جوړولو لپاره د خبرو اترو په موخه نن اسلام اباد ته ولاړ شي.