محمودراقي (پژواک ٢٣ سلواغه ٩١): د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د دوو بهرنيانو په ګډون ٨ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د تګاب امنيه قوماندان سمونوال محمد نوروز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملي اردو او امريکايي ځانګړو ځواکونو تېره شپه ١١ بجې د تګاب په نوروزخېلو، جنګليان او پشکلي کليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي او تر اوسه (له غرمې مخکې لس نيمې بجې ) دوام لري.
دى وايي، چې ياد اته وسلوال طالبان په يادو بېلابېلو سيمو کې وژل شوي او تر اوسه يې مړي د پېښو په سيمو کې پراته دي.
د ده په وينا، کشفي معلومات ښيي، چې له وژل شوو وسلوالو مخالفينو څخه دوه يې بهرنيان دي، خو تر اوسه نه ده څرګنده، چې دغه دوه تنه د کوم هېواد اړوند دي.
د يادو کليو له اوسېدونکو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو دغو کليو ته د نږدې درې (جويبار) اوسېدونکى عبدالرقيب وايي، چې په يادو عملياتو کې د وسلوالو مخالفينو پر ضد له هوايي او ځمکني ځواک څخه کار اخيستل کېږي.
دى وايي، چې د جګړې له وېرې له کور څخه نه دى وتلى، خو د ټېلېفون له لارې يې له خلکو اورېدلي، چې په دغو عملياتو کې شپږ افغان او دوه بهرني وسلوال طالبان وژل شوي دي.
تېره اونۍ هم دولتي او بهرنيو ځواکونو په دې ولسوالۍ کې ګډ عمليات وکړل.
امنيتي چارواکو وويل، چې د تېرې اونۍ په عملياتو کې يې يو وسلوال مخالف وژلى او ٢٤ تنه نور يې له وسلوالو مخالفينو سره د لاس لرلو په شک نيولي دي.
په دغو عملياتو کې د ايساف ځواکونو يوه چورلکه هم د ولسوالۍ مرکز ته په څېرمه سيمه کې راوغورځېده.
وسلوالو طالبانو په تګاب کې د وروستيو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره اونۍ يې ويلي و، چې دغه چورلکه يې په يو راکټي بريد کې راغورځولې ده .
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن