ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د دولت ٣٠ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند کې د دولت ٣٠ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
11 Feb 2013 - 12:02
په هلمند کې د دولت ٣٠ وسلوالو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
11 Feb 2013 - 12:02

لښکرګاه (پژواک ٢٣سلواغه٩١): د هلمند د ناوې ولسوالۍ د ترخه ناور په سيمه کې د عملياتو پر مهال ١٢ وسلوال  طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن عمرجان حقمل د سلواغې په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، دغه عمليات د مارجې، ناد علي او ناوې پر ګډه پوله د ترخه ناور په سيمه کې تېره ورځ پيل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په عملياتو کې تر دې مهاله ١٢ وسلوال طالبان وژل شوي، ١٨ نور ټپيان دي او دغه راز نهه ميله وسله هم د پوليسو لاسته ورغلې ده.

حقمل وايي، چې د عملياتو پر مهال دوه پوليس هم ټپيان شوي، خو تر لومړنۍ درملنې وروسته بېرته خپلو دندو ته تللي دي.

د مارجې امنيه قوماندان سمونيار ولادخان پژواک اژانس ته وويل، عمليات اوس هم دوام لري او کله چې ټولې سيمې د دولت له وسلوالو مخالفين پاکې شي، د خلکو په غوښتنه به امنيتي پوستې هم په سيمه کې ځاى پر ځاى کړي.

نوموړي وويل، چې دغه عمليات د نادعلي، مارجې او ناوې ولسواليو له څنډو څخه پيل شوي، چې يواځې له مارجې څخه ٢٥٠ سرتېري، چې د ملي اردو، سيمه ييز او د عامه نظم پوليس په کې شامل دي، ګډون لري.

د يادولو ده، د دغو عملياتو غوښتنه دوه ورځې وړاندې د ناوې ولسوالۍ امنيتي چارواکو او ځايي اوسېدونکو د رسنيو له لارې کړې وه.

وسلوالو طالبانو د يادو عملياتو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.