ترينکوټ (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۱): د اروزګان د کرنې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت بادام به ډېر ژر د استراليا هېواد او د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) په مرسته دوبۍ ته صادر شي.
د اروزګان د کرنې رييس سردار محمد الکو پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې مېشت د استراليا هېواد استازي ژمنه ورسره کړې، چې بادام به يې د هوا له لارې د (USAID) په مرسته دوبۍ ته صادر کړي او هلته به مارکېټ ورته پيدا کړي.
د هغه په وينا، د بادامو ماتولو ځانګړي ماشينونه هم د استراليا هېواد ورکړي او د يو شمېر ښځو له خوا تر ماتولو وروسته به بسته بندي او صادرېدو ته چمتو شي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې سره به له يوې خوا د بادامو بيه لوړه شي او له بلې خوا به ډېرو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
دغه کار ته د اروزګان ګڼ شمېر بڼوال هم خوښ دي، چې بادام يې له هېواد څخه بهر بازار پيدا کوي.
د اروزګان د چرمګر سيمي يو بڼوال حاجي باري داد پژواک اژانس ته وويل، چې تر دې وړاندې د دوى د بادامو حاصلاتو کوم هېڅ بازار نه درلود.
د هغه په وينا، پخوا به يې حاصلات تر اخيستلو وروسته، په کلونو کلونو په کور کې ساتلي و، تر څو په ښه بيه يې وپلوري.
نوموړي زياته کړه: ((اوس خوښ يو، چې د باغ مېوه مو د دوبۍ په بازارونو کې پلورل کېږي.))
دغه راز د ترينکوټ ښار يو هټۍ وال نورمحمد هم پژواک اژانس ته د کرنې رياست له دغه کاره خوښي وښوده او ويې ويل، چې له دې سره به د دوى په کار کې ښه بدلون راشي.
د ده په خبره، مخکې د اروزګان د بادامو حاصلات يواځې تر کندهاره پورې وړل کېدل، خو اوس خوښ دى، چې په نړيوالو بازارونو کې هم ورته ارزښت ورکول کېږي.
د يادونې ده، اروزګان يو کرنيز ولايت دى او ډېرى وګړي يې په کرنه بوخت دي.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن