ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګرو په شېرخان بندر کې لاريون وکړ

سوداګرو په شېرخان بندر کې لاريون وکړ

author avatar
12 Feb 2013 - 12:39
سوداګرو په شېرخان بندر کې لاريون وکړ
author avatar
12 Feb 2013 - 12:39

کندوز (پژواک ۲۴ سلواغه ۹۱): د کندوز په شېرخان بندر کې سوداګرو او موټرچلوونکو د هغو موټرو د درولو په غبرګون کې لاريون وکړ، چې سوداګريز توکي په کې بار دي.

 شېرخان بندر د هېواد يو له مهمو بندرونو څخه دی، چې له تاجکستان سره پر پوله جوړ دى او پرې سوداګريز مالونه، چې د امو سيند له پله تېريږي، تاجکستان ته صادريږي.

لاريون کوونکي سوداګر، چې شمېر يې سلو تنو ته رسېده، تېره ورځ ماز يګر راغونډ شول او ويل يې چې د کندوز ګمرک د سمنټو، بورې، کينو، کچالوو، سبزيجاتو او مېوو نږدې ۳۰۰ بار موټر له تېرو لسو ورځو راهيسې ايسار کړي او تاجکستان ته د صادرېدو اجازه نه ورکوي.

دوی، چې ډېری يې افغان سوداګر دي، وايي، په بندر کې د هرې ورځې په تېرېدو، د دې ترڅنګ چې سوداګرو او موټر چلوونکو ته زيان رسېږي، حکومت هم تاوان کوي.

 د دغو سوداګرو يوه استازي حاجي رييس خان وويل، چې لا هم د ګمرک رياست نه دی توانېدلی، څو د کندوز په شېرخان بندر کې د دوی د مالونو د ځنډولو او تاجکستان ته د نه پرېښود د علت په اړه کوم سند وړاندې کړي.

هغه زياته کړه: ((لس ورځې کېږی سلګونه هغه موټر چې د خاک پولۍ په څېر يې وروستۍ محصول هم ګمرک ته تحويل کړی، خو اجازه نه ورکول ، چې له سرحد ها خوا واوړي.))

دغه سوداګر د اعتراض په توګه وويل، چې که حکومت دغو توکو ته د لېږد اجازه نه ورکوله، نو بيا يې ولې ګمرک کول.

خو د کندوز د ګمرک رييس واکمن شګيوال وايي، د هغو شفاهي او مکتوبي لارښوونو له مخې يې، چې د اړوندو وزارتونو له خوا دې ادارې ته شوي، د پاکستاني مالونو لکه سمنټ، کنېو، بورې او کچالوو د لېږد مخه نيولې ده.

په مکتوب کې، چې د سوداګرۍ وزارت له خوا دغه ګمرک ته را رسېدلى، راغلي: (هغه توکي چې له پاکستان نه واردېږي، د افغانستان له بازار نه دويم ځلې پېرل شوي او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته لېږدول کېږي، دا چاره په کورنيو بازارونو کې د بيو د لوړوالي سبب ګرځي، موږ له همدې امله د توکو د لېږد مخه نيولې ده.))

د کندوز د ګمرک رييس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د همدغه تصميم له مخې د پاکستاني مالونو ترانزيټ تاجکستان او د منځنۍ اسيا نورو هېوادونو ته درول شوی دی.

خو حاجي رييس خان وايي: ((موږ دغه مالونه د افغانستان له بازارونو څخه نه دي پلورلي او له پاکستانه يې د واردولو اسناد هم لرو، که بيا هم د توکو مخه نيول کېږي نو ولې يې زموږ له توکو محصول اخيستى او موږ ته يې د توکو د بهر وړلو سند راکړى؟ حتا له موږ څخه يې خاک پولۍ هم اخيستې.))

ډېرى تاجک موټر چلوونکي، چې دغه توکي خپل هېواد ته لېږدوي هم له دغه وضعيت څخه په اندېښنه کې دي.

يوه تاجک موټر چلوونکي دولت محمد وويل، چې تاجکستان ته د هر موټر په تلو سره شېرخان بندر ته شاوخوا ١٥٠ ډالره خاک پولي هم ورکوي، که چېرې موږ په دې لسو ورځو کې، چې زموږ موټر درول شوي، تګ را تګ کړى واى، هر موټر به شاوخوا تر څلور ځلو تاجکستان ته تللي وو، چې افغانستان به ترې ډېر عوايد پورته کړي و، خو دولت له دغو عوايدو څخه ګټه پورته نه کړه.

په عين حال کې د سوداګرو لاريون ته يو پلاوى، چې په کې د ولايت مقام، څارنوالۍ او د ولايتي شورا استازي ګډون لري، د شېرخان بندر ګمرکونو رياست دفتر ته لېږل شوى او ياد پلاوي له سوداګرو سره ناسته هم درلوده، خو دغه ستونزه تر اوسه پر خپل ځاى پاتې ده او سوداګر له دولته غواړي، چې ستونزه يې ژر تر ژره ورته حل کړي.

خو د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند وحيدالله غازي خېل وايي، هر کله چې د پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو له توکو ډک ولاړ کانټينر، افغانستان ته د واردېدو اجازه ترلاسه کړي ، نو د سوداګرۍ وزارت به هم تاجکستان ته، د کندوز په شېرخان بندر کې ولاړو پاکستاني مالونو ته اجازه ورکړي.

هغه پژواک ته وويل، چې له پنځو ورځو راهيسې، تاجکستان ته د سوداګرو مالونه لېږدول کېږي او په دې برخه کې کومه ستونزه شتون نه لري.

شېرخان بندر د هغه پله له لارې، چې ۶۷۰ متره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري له تاجکستان سره نښلول شوى دى.

دغه بندر د منځنۍ اسيا او د اسيا سوېل جمهوريتونو ترمنځ يوه مهمه نښلوونکې لاره ګڼل کېږي او د سوداګرۍ د غوړېدو لامل شوى دى.

 دغه پول د امريکا او ناروې په ۳۸ ميليون ډالري مرسته د افغانستان او تاجکستان د ولسمشرانو له خوا د امو سيند له پاسه د ۱۳۸۶ کال په لړم مياشت کې په رسمي ډول پرانيستل شو.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.