خوست ښار (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): په کابل کې د عالمانو له جوړېدونکي ګډ کنفرانس څخه په خوست کې د قومونو پيوستون شورا ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان او پاکستان د عالمانو ګډه غونډه په کابل کې له دواړو لورو د ٥٠٠ تنو په ګډون په مارچ مياشت کې جوړېږي.
د عالمانو له جوړېدونکي کنفرانس څخه د ملاتړ په موخه نن (د سلواغې ٢٥مه) د خوست ولايت د قومونو پيوستون شورا په دفتر کې غونډه جوړه شوې وه، چې له درېيو سوو زياتو قومي مشرانو، د مدني ټولنو استازو او ځوانانو په کې برخه اخيستې وه.
د دې شورا مرستيال ميرزمان صبري په خپلو خبرو کې وويل، چې شورا يې په کابل کې د مارچ په لسمه د جوړېدونکي عالمانو له ګډ کنفرانس څخه ملاتړ کوي.
ده زياته کړه: ((ديني عالمان زموږ د ټولنې بانفوذه شخصيتونه دي، چې خبرې يې پر خلکو ډېر اغېز لري.))
نوموړي زياته کړه، له پاکستاني افغاني عالمانو غواړو، چې د زړه له تله د دواړو هېوادونو د روانو ناامنيو د له منځه وړو لپاره ګټورې پرېکړې وکړي.
صبري دغه راز وويل، چې شورا يې په قطر هېواد کې د سولې بهير په تړاو روانې هڅې ستايي او په دې برخه کې د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي، چې نور په هېواد کې د جنګ ختمېدو لپاره د ښه نيت له مخې د مذاکرې او خبرو اترو مېز ته کېني.
د خوست د ولايتي شورا رييس سيدکريم خاکسار په غونډه کې وويل، چې دوى هم په کابل کې د عالمانو له جوړېدونکي کنفراس څخه ملاتړ کوي، له عالمانو غواړي، چې د ښه نيت له مخې په سيمه کې د روانو ستونزو د هوارۍ لارې چارې ولټوي.
د اسمعيل خېلو ولسوالۍ قومي مشر انجنير مزارعلي د قومي مشرانو په استازيتوب وويل، چې د پاکستاني او افغاني عالمانو ګډ کنفرانس کولی شي روانې ستونزو ته د هوارۍ لاره ومومي.
ده زياته کړه، د تاريخ په اوږدو چې کله هم ديني عالمانو غوښتي، په سيمه کې امن او ثبات راشي، نو اغېزمن ثابت شوي دي.
د هغه په وينا، دى د خوست د قومونو په استازيتوب د دغه کنفرانس ملاتړ کوي، خو هيله يې دا ده، چې ياد کنفرانس له فشارونو پرته په ازاده فضا کې ترسره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن