هرات ښار (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې په هرات کې يې له شپږو خصوصي امنيتي کمپنيو وسلې ټولې کړې دي.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال لوى پاسوال عبدالرحمان رحمان نن (د سلواغې ٢٥ مه) په هرات کې د پوليسو د ۲۰۶ انصار لويديځ زون په قوماندانۍ کې د يوې خبري ناستې پر مهال دغه خبرې وکړې.
نوموړي زياته کړه: ((زه د همدې لپاره د ځمکې له لارې هرات ته راغلم او د لارې حالت مې له نږدې وليد.))
د هغه په وينا، په همدې ترڅ کې يې شپږ امنيتي کمپنۍ لغوه کړې او وسلې يې ترې ټولې کړې، چې له دې وروسته به په هېڅ ډول د فعاليت جواز ونه لري.
رحمان وويل، چې د خلکو د شکايتو له مخې، دغه ډول وسلوالو کمپنيو په سيمه کې په بېلابېلو جنايي جرمونو کې هم لاس درلود او د اسنادو او شواهدو په ترلاسه کيدو به عاملينو ته سزا ورکړي.
د ۲۰۶ نمبر د پوليسو د قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې شپږ هغه امنيتي کمپنۍ چې د نړيوالو ځواکونو د کاروانونو د امنيت او د لېږد چارې يې له ميدان وردګو تر هراته پر غاړه وې، لغوه او ۱۲۰۰ ميله وسله او ګڼ شمېر مهمات ترې ټول شول.
د هغه په وينا، په دې کې يې مشهورې او لويې کمپنۍ د جيفا او اريا په نومونو دي، چې ډېر وسلوال ساتونکي يې درلودل.
د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال دغه راز وويل، چې د هرات – کابل د لارې امنيت لپاره يې پلان نيولى او د امنيتي کمپنيو پر ځاى به د لارې او کاروانونو امنيت ملي او د عامه تاسيساتو د ساتنې پوليس پر غاړه لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن