ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پاکستان او ايران د سولې په پروسه کې خپلې ګټې لټوي”

“پاکستان او ايران د سولې په پروسه کې خپلې ګټې لټوي”

author avatar
13 Feb 2013 - 17:06
“پاکستان او ايران د سولې په پروسه کې خپلې ګټې لټوي”
author avatar
13 Feb 2013 - 17:06

کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): د سياسي چارو يو شمېر پوهان وايي، چې  پاکستان او ايران د افغانستان د سولې په پروسه کې خپلې ګټې لټوي او افغان حکومت هم د سولې لپاره مناسب مېکانېزم نه لري.

د چارو پوهانو دغه څرګندونې په هغه راډيو تلوېزيوني بحث کې کړې، چې هره اونۍ د افغانستان د رسنيز مشارکت له خوا پر لاره اچول کېږي.

د افغانستان رسنيز مشارکت، چې په هغه کې پژواک خبري اژانس، د سبا نشراتي موسسه، هشت صبح ورځپاڼه او د کليد نشراتي ارګان شامل دي، د ١٣٩٠ لمريز کال د کب په ٢٢ مه جوړ شوى دى.

د سياسي چارو پوه فيض محمد ځلاند وويل، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د امريکا ولسمشر بارک اوباما هوکړه وکړه، چې په قطر کې دې له طالبانو سره د مذاکراتو دفتر پرانيستل شي.

خو هغه زياته کړه، چې د ياد دفتر له جوړېدو څخه د امريکا اساسي موخه د افغانستان په راتلونکي کې د نوو سياسي لوبغاړو رامنځته کول دي.

د افغانستان دولت ويلي، په هغه صورت کې به په قطر کې ياد دفتر پرانيستل شي، چې وسلوال طالبان له افغان دولت سره خبرو ته چمتوالى وښيي.

خو د ځلاند په اند، طالبان په هېڅ صورت له افغان دولت سره خبرو کولو ته نه چمتو کېږي او هغه د دې لپاره، چې فکر کوي که بهرنيان په افغانستان کې نه وي نو کابل به په ډېر لږ وخت کې تر خپل کنټرول لاندې راوستى شي.

 

هغه وويل، چې مولانا فضل الرحمن هم قطر ته د پاکستان د حکومت او طالبانو په خوښه تللى؛ ځکه چې هم د طالبانو او هم د پاکستان د حکومت د تاييد وړ سړى دى.

ده زياته کړه: ((طالبان په دې باور لري، چې مولانا فضل الرحمن په نړيوالو ناستو کې له دوى څخه ښه استازيتوب کولاى شي.))

ځلاند وايي، که مولانا فضل الرحمن وغواړي کولاى شي، چې طالبان د مذاکرې مېز ته راولي؛ ځکه هغه د طالبانو په رامنځته کولوکې هم ستر رول درلود.

مولانا فضل الرحمن درې ورځې مخکې قطر ته تللى او داسې راپورونه شته چې د طالبانو له استازو سره يې هم کتلي دي.

ځلاند د پاکستان له خوا د طالب بنديانو د خوشې کېدو په اړه وويل: ((پاکستان د داخلي اوربند لپاره غوښتل، چې ځيني طالب بنديان ازاد کړي، ترڅو په راتلونکي کې ورته ستونزې جوړې نه کړي، چې په همدې وخت کې افغانستان هم د طالب بنديانو د ازادېدو غوښتنه وکړه.))

د ده په اند، پاکستان هغه طالبان نه دي بنديان کړي، چې له افغانستان سره جګړه کوي، بلکې هغه طالبان يې زنداني کړي، چې د پاکستان د ګټو خلاف عمل يې کاوه.

څو مياشتې وړاندې کله چې د سولې د عالي شورا مشر له يوه پلاوي سره اسلام اباد ته سفر وکړ، پاکستان د يو شمېر طالب بنديانو د خوشې کولو اعلان وکړ او تر اوسه يې ٢٦ طالب بنديان خوشې کړي دي.

ځلاندوايي، افغانستان ته هغه مهال سوله راتلى شي، چې افغان حکومت د سولې اوسنۍ پروسه لغوه اعلان کړي او دغه کار د اشرف غني احمدزي، علي احمد جلالي او نورو هغو کسانو ته وسپاري، چې په تېرو يولسو کلونو کې ملي کسان پاتې شوي دي.

 دى وايي، چې دغه ملي کسان بايد د سولې لپاره داسې ميکانيزم جوړ کړي، چې په هغه کې د افغانستان، ايران، پاکستان او امريکا ګټې خوندي وي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دغه هېوادونه تر هغه چې ګټې يې د افغانستان په سوله کې خوندي نه وي، افغانستان سولې ته نه پرېږدي.

په ياد بحث کې د سياسي چارو بل پوه حشمت غني احمدزي وويل، په کوم ډول چې افغان حکومت غواړي هېواد ته سوله راولي، نا شونې ده، ځکه چې طالبان نه اساسي قانون مني او نه هم په ټاکنو کې برخه اخلي.

د ده په وينا، افغان حکومت په سوله کې يواځې خپلې ګټې ګوري، خو نړيواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه بيا د افغانستان په سوله کې ځان ته موخې او خپلې ګټې لري.

د هغه په اند، ولسمشر حامد کرزى د افغانستان لپاره داسې سوله غواړي، چې د ده راتلونکى په کې تضمين شي او بيا هم پر واک پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، ولسمشر حامد کرزي ويلي، چې که اساسي قانون هم اجازه ورکړي، دى نه غواړي چې د بلې دورې لپاره پر واک پاتې شي.

د احمدزي په خبره، امريکا هڅه کوي، چې د پاکستان په مرسته په افغانستان کې يوه “نسبې سوله” رامنځته شي ترڅو وکولاى شي خپل سرتېري وباسي.

هغه زياته کړه: ((که د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې خرابې شي، نو افغانستان به د امريکا لپاره دويم ويتنام شي.))

احمدزى هم وايي، چې د افغانستان د سولې پروسه به هغه مهال بريالۍ شي، چې په مېکانيزم کې يې د افغانستان د ګټو ترڅنګ د امريکا او ګاونډيو هېوادونوګټې په پام کې ونيول شي.

هغه د مولانا فضل الرحمن په اړه وويل: ((خپله کرزي څو ځلې مولانا فضل الرحمن ته زارۍ کړې، چې د افغانستان په سوله کې ونډه واخلي، خو په دې بايد پوه شي، چې سياست په عذر او زارۍ نه کېږي.))

دى وايي، چې له پاکستان څخه د طالب بنديانو په ازادولو کې افغانستان او پاکستان يو هدف درلود او هغه دا چې طالبان بايد ازاد شي، ترڅو په راتلونکي کې دوى ته ستونزې جوړې نه کړي.

په ياد تلويزيوني بحث کې د پوځي چارو پوه محمد عمر ساپي وويل، تجربو ښودلې چې له بهر څخه راوړل شوې سوله ښې پايلې نه لري؛ نو ځکه خو د سولې پروسه بايد افغانان رهبري کړي.

ده زياته کړه: ((له بهر څخه د سولې په راتګ کې زه د افغان حکومت اندېښنې پر ځاى بولم.))

ولسمشر حامد کرزي څه موده مخکې ويلي وو، ځينې بهرنيان غواړي چې د افغانستان د کمزروي کولو په موخه د سولې پروګرام په متفرق ډول پر مخ بوځي.

ده ټينګار کړى و، چې د سولې خبرې بايد يواځې د سولې د عالي شورا له لارې ترسره شي؛ ځکه چې هر متفرق حرکت کېداى شي افغانستان د اويايمې لسيزې په څېر له ستونزو سره مخ کړي.

خو ساپى وايي، نور هېوادونه ځکه د افغانستان د سولې په پروسه کې لاسوهنې کوي، چې خپله حکومت د سولې د پروسې لپاره يو منظم مېکانېزم نه لري.

د ده په اند، افغان حکومت د سولې لپاره داسې يو مېکانيزم جوړ کړى، چې په هغه کې له طالبانو څخه د تلسيمېدو غوښتنه شوې ده.

دولت وايي، چې طالبان بايد اساسي قانون ومني او وسلې پر ځمکه کېږدي.

ساپي زياته کړه: ((افغان حکومت له سره د سولې په پروسه کې کومې کړنې چې کړې، په ټولو کې تېروتنې شوې دي، لکه د طالب په نوم دوکاندار ترې پيسې يوړې او کوم طالبان يې چې ايله کړل، هغوى بېرته لاړل له طالبانو سره يوځاى شول.))

دى وايي، چې امريکا په افغانستان کې “نسبې سوله” غواړي؛ ځکه چې په افغانستان کې د اوږدې مودې لپاره د پاتې کېدو پلان لري.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.